«حکومت د دوحې غونډي ته د استازو لیست وړاندي کړی»
۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبهد ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي چې د حکومت له لوري لېست وروستی شوی او د سولې عالي شورا دارالانشا ته استول شوی چې د هغوی له لوري تر کتنې وروسته به اعلان شي.
د سولي عالي شورا تر اوسه څه نه دي ویلي خو د لویې جرګې د تر سره کولو کمېسیون یو تن غړي عبدالرشید ایوبي دويچه ويله ته وویل چې د دې لیست پر سر د سیاسي ګوندونو او حکومت تر منځ اختلافات مو جود دی.
هغه وايي د حل لارې له پاره حکومت بېل او سیاسي ګوندونو او هغو کسانو چې له حکومت سره يې مخالفت ښودلی بېل لیست چمتو کړی، ترڅو د قطر په غونډه کې ګډون وکړي.
هغه وویل:«له کله راهیسې چې د مصالحې شورا رامنځته شوې د قطر د غونډي په اړه مخالفتونه شته، نو د حل له پاره یې حکومت بېل او مخالفو کسانو یا اپورزیسیون بېل لیست چمتو کړی.»
ایوبي وايي ښايي تر نن ماښام پورې د حکومتي لوري لېست د رسنیو له لارې اعلان شي.
په همدې حال کې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي دويچه ويله ته وويل چې په لیست کې ۱۵۰ کسان د ځينو سیاسي ګوندونو د مشرانو او نورو مطرحو څېرو په ګډون شامل دي.
سرچېنه وايي په دې لیست کې ۴۰ سلنه ښځو ته برخه ورکړل شوې ده. هغه وويل لیست د عمر داوودزي دفتر ته رسېدلی چې ممکن تر ماښامه پورې به له رسنیو سره شریک شي.
خليل الرحمن اميد/کابل