1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حمید حسن، د نړیوال جام افغان ستوری

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د کرکیټ په نړیوال جام کې میلیونران او د کډوالو د کمپونو پخواني اوسیدونکي یوځای سره لوبیږي. دا ډیره د حیرانتیا خبره نه ده چې د نړیوال جام یو ستوری له هغو کسانو څخه دی چې کرکیټ یې د کډوالو په کمپونو کې زده کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Eoc1
انځور: D. Sarkar/AFP/Getty Images

حمید حسن د لوبو پر مهال پر خپل مخ د افغانستان بیرغ رسموي، او خپل سر هم د افغانستان له بیرغه جوړي ټوټې تړي. هغه د کرکیټ د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام په یوه محبوب ستوري باندي بدل شوی دی.

د کرکیټ ډیرو مینه والو تر نړیوال جام دمخه د تیز توپ اچوونکي حمید حسن، نوم حتی اوریدلی هم نه وو. خو هغه په استرالیا او نیوزیلاند کې د کرکیټ په روان نړیوال جام کې د ډیرو کسانو په زړونو کي ځای ونيو.

حميد حسين هم لکه ډیرو نورو افغان لوبغاړو په شان کرکيټ ته په تصادفي توگه راغی. هغه کرکیټ په پاکستان کې هغه مهال زده کړ، چې کورنۍ یې په افغانستان کې د روانو جگړو له کبله له هیواده کډه کولو ته مجبوره شوې وه.

د حمید حسن کورنۍ غوښتل چې هغه د کرکیټ پر ځای خپلو زده کړو ته پام واړوي، ځکه نو حمید ډیر وخت له کورنۍ څخه په پټه خپل تمرينونه کوله.

په افغانستان کې د کورنۍ جگړې تر ختمیدو وروسته، حمید حسن د دې هیواد په ملي لوبډله کې شامل شو او کله چې دغه لوبډله بريتانيا ته د لوبو له پاره ولاړه نو دغه ځوان د ډیرو کسانو پام ځان ته راواړوه. هغه وروسته د لومړي افغان په توگه د انگلستان په یوه مشهوره کلپ کې ولوبید.

حمید حسن د افغان لوبډلي په چوکاټ کې په ۲۰۰۹م کال کې نړیوال جام ته د غوراوي په لوبو کې شامل وو خو هغه مهال افغانستان و نه توانید چې دې جام ته لار ومومي.

که څه هم افغانستان په نړیوال جام کې شامل نه شو خو د کرکیټ د نړیوالي شورا له خوا ورته د یو ورځینیو لوبو د کولو صلاحیت ورکړل شو او په دې ترتیب سره د افغانستان کرکیټ یوه نوي پړاو ته ور داخل شو.

په همدې کال کې افغانستان له ایرلند سره هم لوبه وکړه چې حمید حسن پکښې د ۲۳ منډو ورکولو په بدل کې پنځه ایرلندي لوبغاړی وسوځول. دا لوبه افغانستان وگټله.

دا وخت نو د حمید کورنۍ هم په کرکیټ کې د هغه ملاتړ کاوه. د دغه ځوان لوبغاړي پلار د حمید د بریا د لمانځني له پاره قرباني وکړه او په دې ترتیب سره یې د خپل زوی بریا ولمانځله.

حمید حسن د ۲۰۱۰م کال په ۲۰ اوريز جام کې ولوبید او د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته په رسېدلو کې یې ډیر پیاوړی نقش لاره.

هغه تر اوسه پوري په روان جام کې اووه ویکيټونه اخیستي دي چې پکښې د سریلانکا درې ويکيټه هم شامل دي. د حمید تر ټولو مهمه او لوی ویکټ د سریلانکایي لوبغاړی او د نړۍ د تر ټولو غوره توپ وهنکي کومار سنگکارا وه چې یوازي تر اووه منډو جوړولو وروسته د حمید په تېز توپ وسوځید.

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکیټ لوبډلي سفر د جمعې په ورځ له انگلستان سره تر لوبې وروسته پای ته رسیږي. که څه هم افغان ملي لوبډله و نه توانیده چې د جام بل پړاو ته لار ومومي، خو له سکاتلند څخه د لوبې په گټلو او په نورو په زړه پورو لوبو سره یې په نړۍ کې د کرکیټ د ډیرو مینه والو په زړونو کي ځای پيدا کړ.