1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس: په غزه کي اوربند نه اوږديږي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعه

په غزه کي د دوامداره اوربند د ټينگېدو په برخه کي د مصر د بې ساري تلاښونو سره سره حماس ويلي دي چي اوربند به نه غځوي. د اسرائيلو او حماس ترمنځ د درې ورځنی اوربند وخت نن سهار پای ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/1CrBd
انځور: Reuters

په قاهره کي د حماس او اسرائيلو ترمنځ د غير مخامخ خبرو اترو منځگړو ويلي دي چي افراطي ډلي حماس اعلان کړی دی، چي د جمعې په ورځ سهار پای ته رسېدلی اوربند نه تمديدوي.

د حماس يوه وياند د دغه پرشاتگ دليل د اسرائيلو له خوا د دوی غوښتنو ته جواب نه ويل بللی دی. خو بيا هم غير مستقيمي خبري بايد دوام ولري.

د اسلامي جهاد ډله چي له مصر سره د اسرائيلو او حماس ډلي ترمنځ منځگړتوب کوي هم د حماس د دريځ ملاتړ کوي. اسرائيلو د دغه مورد پرضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی.

اسرائيل پر دې باندي ټينگار کوي چي حماس بايد بې وسلې سي. خو حماس بيا غواړي چي غزه له کلونو کلابندۍ څخه آزاده سي او د دوی بنديانو ور آزاد کړي.

پر اسرائيلو باندي توغندي

د جمعې په ورځ سهار د ۷۲ ساعته اوربند تر پای ته رسېدو دمخه لا له غزې څخه پر اسرائيلو باندي توغندي وتوغول سول. د اسرائيل پوځ د معلوماتو له مخي له دغو توغنديو څخه دوه يې د دغه هيواد په جنوبي برخه کي لگېدلي دي. د رسنيو د راپورونو له مخي پر اسرائيلو باندي له توغول سوو توغنديو څخه يو يې په هوا کي شنډ سوی دی.

تر دې دمخه حماس افراطي ډلي ويلي ول چي که چيري په قاهره کي خبري اتري کومي نتيجې ته نه ورسيږي دوی به بيا پر اسرائيلو باندي توغندی وتوغوي.

د حماس د وسله والي ډلي قسام يوه وياند ويلي دي: «موږ له فلسطيني هيئت څخه غواړو چي تر هغه وخته پوري د اوربند د غځولو شرايط نه ومني، څو زموږ د خلکو غوښتني نه وي منل سوي.» اسرائيلو د چهارشنبې په ورځ د اوربند غځولو ته تياری ښوولی وو.

د غزې په څلور اونيزه جگړه کي نزدې ۱۹۰۰ فلسطينيان وژل سوي دي چي ډيری يې ملکي وگړي دي او نزدې ۹۸۰۰ کسان نور ټپيان سوي دي. د اسرائيلو له اړخه ۶۷ کسان وژل سوي او ويل کيږي چي تر ۵۰۰ کسانو نور ټپيان سوي دي.