1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

حماس له فتح سره خبرې کوي

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

حماس اعلان کړی دی چې د اشتي له پاره یې د فتح ډلې غوښتنې منلې دي. د دغو دوو ډلو تر منځ ترینګلتیاو فلسطینیان د تیرې یوې لسیزې له پاره پر دوو ډلو ویشلي دي.

https://p.dw.com/p/2k7hr
Palästina Gaza Streifen junge Hamas-Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/S. Khatib

حماس د یکشبنې په ماښام ناوخته په یوې خپرې شوې بیانیه کې ویلي دي چې په غزې تراړه کې به مدیریت کوونکي اداره ملغی کړي. دغه اداره په فلسطین کې د د هیواد د ادارې مشر محمود عباس د حکومت له پاره یوه سیاله بلل کیږي.

په بیانیه کې راغلي دي: «حماس توافقي حکومت ته بلنه ورکوي چې غزې ته راشي او هلته خپل ماموریت پر مخ یوسي او د غزې په تراړه کې خپلې دندې ژر تر ژره سرته ورسوي. حماس همداراز د ټاکنو ترسره کیدل هم مني.»

د بیانیې په حواله حماس د مصر له خوا تر منځګړتوب وروسته دغه پریکړه کړې ده. د حماس د مشر اسماعیل هنیه په مشري یوه ډله له یوې اوونۍ راهیسې په قاهرې کې ده. تر هغه مخکې د محمود عباس د فتح ډلې یو پلاوی هم مصر ته رسیدلی وو. حماس ویلي دي چې په قاهره کې له فتح او نورو ډلو سره لیدو ته چمتو ده چې د یووالي حکومت پر سر خبرې اترې وشي.

Gaza Hamas Fatah Palästinenser Treffen 23.04.2014
د حماس او فتح چارواکو تر دې مخکې هم څو څو ځله د پخلاینې هڅې کړې وېانځور: Reuters

یوه لسیزه شخړې

فلسطینیان له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دغو دوو ډلو تر منځ ویشل شوي دي. په دې وخت کې حماس له تاوتریخوالي څخه د ډکو اقداماتو په پایله کې د غزې تراړه ونیوله او فتح یې له دې ځایه وشړله.

دا نو په دې معنی وه چې د فلسطین ادارې یوازې د اردن سیند پر لویدیځه غاړه باندې واک لره. له هغه وخت راهیسې څو وارې د دواړو ډلو د نزدې کولو هڅې شوې دي، خو پایلې یې نه دي لرلې.

د غزې تراړې دوه میلیونه اوسیدونکي اوس مخ په ډیریدونکي ډول له بشري ستونزو سره مخامخ دي چې په کې پاکو اوبو ته نه لاس رسی او د بریښنا سخت ناورین شامل دي. دغه سیمه د مصر او اسرائیلو له خوا کلابند شوې، په نړیواله کچه په انزوا کې پاتې او څو وارې له اسرائیلو سره په سختو جګړو کې ښکیل شوې.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې وروستۍ هڅې به د حماس او فتح په نزدې کولو وتوانیږي او که نه. د دواړو تر منځ د اشتي یو تړون به له سختو خنډونو سره مخامخ شي. د خنډونو یوه بیلګه دا ده چې آیا حماس به دې ته چمتو شي چې خپل ځواکونو د فتح تر کنترول لاندې راولي.

عباس تر دې مخکې د غزې تراړې د بریښنا د پیسو د نه ورکولو او ههمدا راز په سیمه کې د عامه خدماتو د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکولو له لارې پر حماس باندې فشار راوړی وو.