1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ولسمشر ایټالیا ته ورسید

۱۳۹۰ بهمن ۶, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی د خپل اروپایي سفر په ترڅ کي ایتالیا ته رسیدلی دﺉ. هغه به د دغه سفر په ترڅ کي له دغه هیواد سره د اوږد مهالو همکاریو یو تړون لاسلیک هم کړي.

https://p.dw.com/p/13qNo
ولسمشر کرزی تر ایتالیا وروسته فرانسي او بریتانیا ته هم سفر کوي
ولسمشر کرزی تر ایتالیا وروسته فرانسي او بریتانیا ته هم سفر کويانځور: picture-alliance/dpa

کرزي د پنج شنبې په ورځ د ایټالیا له ولسمشر، جورجو ناپولتانو، سره ولیدل او په پلان کی ده چي د هغه هیواد له لومړي وزیر، ماریو مونتي، سره هم وویني.

ویل کیږي چي ولسمشر کرزی به ایټالیا ته په خپل روان سفر کي له دغه هیواد سره د اوږد مهالو همکاریو یو تړون لاسلیک کړي. ایټالیا اوس په افغانستان کي ۴۰۰۰ سرتیري لري چي د ناټو په چوکات کي ماموریت تر سره کوي.

ولسمشر کرزی به تر ایټالیا وروسته فرانسې او انگلستان ته هم سفر وکړي. کرزی په داسي حال کي فرانسې ته روان دئ چی د دغه هیواد ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وختي راایستلو گواښ کړی دئ.

د فرانسي ولسمشر له هغه وروسته د خپلو ځواکونو د وختي راایستلو کواښ وکړ چي یوه افغان سرتیري په کاپیسا ولایت کي پر فرانسوي روزونکو ډزي وکړي او د هغوی له ډلي څخه ئې څلور کسان ووژل. فرانسې تر دې پیښې وروسته په افغانستان کي خپل عملیات په ټپه درولي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ناټو عمومي منشي، اندریس فوگ راسموسن، د ناټو پر ټولو غړو هیوادونو باندي غږ کړی دئ چي د افغانستان امنیت ته متعهد پاته شي. راسموسن ویلي دي چي هغه د فرانسي په اندیښنو پوهیږي خو د هغه په وینا د ناټو غړو هیوادونو تعهد کړی دئ چي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي. د راسموسن په خبره د افغانستان امنیت ته متعهد پاته کیدل د ناټو د عملیاتو د کامیابي له پاره ډیر مهم دي.

کرزي په خپل روان سفر کي یوازي اروپايي هیوادونو ته نه ولاړ، بلکي هغه دغه سفر د ترکمنستان له هیواد څخه پيل کړ. ترکمنستان ته د کرزي تر سفر وروسته افغان چارواکو اعلان وکړ چي له دغه هیواد څخه به افغانستان ته د اورگاډي پټلۍ د غځیدلو کار به ډیر ژر پیل شي. په دې ترتیب سره به نو د ترکمنستان هیواد د اورگاډي د پټلۍ په واسطه د افغانستان له اقیني بندر سره وتړل شي.

د ترکمنستان او افغانستان تر منځ د اورگاډي د پټلۍ اوږد والی به ۸۴ کیلو مترو ته ورسیږي چي د افغانستان پر صادراتو او وارداتو باندي به ډیره ښه اغیزه ولري.

آژانسونه/مسعود جهش

کتونکی: نجیب الله زیارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب