1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جگړو په نړۍ کي د ارام ژوند مخه نيولې ده»

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کي ويلي دي چي دی په دې باور دئ، چي په نړۍ کي د سولي او ثبات د راتلو مخه پخوانيو او اوسنيو جنگي شخړو نيولې ده.

https://p.dw.com/p/16G9c
انځور: Reuters

د احمدي نژاد په خبره«که د سپتمبر د ۱۱ غميزه او پر افغانستان او عراق باندي يرغلونه نه وای سوي، چي د ميليونونو انسانانو ژوند ئې تباه کړ» د بشريت سرنوشت به ډير روښانه وای.

دغه راز د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د القاعدې پر مشر اسامه بن لادين باندي له محکمې پرته د امريکايي ځواکونو پوځي عمليات محکوم کړل.

د هغه په خبره د تروريزم او افراطیت پرضد جگړې په پلمه ډيری سياسي ډلي خپل هدفونه پر مخ وړي.

احمدي نژاد دغه راز د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي پرهغه څه نيوکه وکړه، چي د ده په خبره «يوشمېر محدودو هيوادونو د امنيت پر شورا خېټه اچولې ده او نه پرېږدي چي دغه سازمان خپل اساسي کارونه تر سره کړي.»

دغه خبري د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته پخپله وينا کي وکړې.

د احمدي نژاد د وينا پر مهال په غونډه کي د امريکا د متحده ايالتونو استازو د وينا پر وړاندي د احتجاج په توگه برخه وا نه خيستله.

امريکايي استازو لوېديځو رسنيو ته ويلي دي، چي دا تصميم ئې ځکه ونياوه، چي احمدي نژاد غوښتل د ملگرو ملتونو له عمومي غونډي څخه په گټي اخيستني سره اسرائيل «توهين» کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي غونډه د سه شنبې په ورځ پيل سوه او په لومړي سر کي د اسلامي هيوادونو مشرانو په نړۍ کي د ديني سپکاوي د مخنيوي ږغ پورته کړ.

دغي غونډي ته د امریکا جمهوررئيس بارک اوباما پخپله وينا کي وويل، چي د نړۍ مشران دنده لري، چي په تيرو دوو اوونيو کي په نړۍ کي د امريکا پر سفارتونو باندي د بريدونو پرضد ږغ پورته کړي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش