1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د اوکرایني بیړۍ چلونکو د آزادیدو غوښتنه کړې

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

د ارجنتاین په پلازمینه بونیس آیرس کې د جي ۲۰ سرمشريزې په څنډه کې د آلمان صدراعظمې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د روسیې په لاس د اوکرایني کښتۍ چلونکو د آزادیدو غوښتنه وکړه. پوتین بیا په کیف کې حاکم ګوند جګړه کوونکی بللی دی.

https://p.dw.com/p/39Hho
Argentinien G20 Gipfel - Putin und Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند شتیفن زایبرت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۱ نیټه) وویل چې د جي ۲۰ یا د صنعتي او د صنعتي کېدو په حال کې د هیوادونو په سرمشریزه کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د مسکو او کیف ترمنځ د مخ پر ډیریدونکيوترینګلو اړیکو په هکله مفصلې خبرې درلودي.

د تیرې اونۍ په ترڅ کې یو شمیر اوکرایني کښتۍ چلونکي يا ماڼوګان د روسیې د سمندري ځواکونو له لوري ونیول شول. د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې د فرانسې ولسمشر او د آلمان صدراعظمې دواړو په ګډه له پوتین سره په یوه ملاقات کې د اوکرایني کښتۍ چلوونکو د آزادیدو غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې په ځواب کې پوتین د اړوندو محکمو له لارې د یادو کښتۍ چلوونکو د دوسیو پر پلټلو ټینګار وکړ.

Karte Asowsches Meer Krim Ukraine Russland EN

تیره اونۍ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه) روسیې د کیرچ په تنګي کې د اوکراین د سمندري ځواکونو یو شمیر کښتۍ ونیولې. دغه سمندر د ازوف په نامه سمندر له تور سمندر سره وصل کوي. دغه سیمه د کریمیا ټاپو ته څیرمه موقعیت لري، هغه ټاپو چې مسکو په ۲۰۱۴م کال کې له اوکراین څخه ونیوله او د خپلې خاورې برخه یې وګرځوله.

د شنبې په ورځ د دسمبر میاشتې په ۱ نیټه ولادمیر پوتین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اوکراین د کړکیچ د سوله ایز حل له پاره علاقه نه لري او د کیف حاکم ګوند یې د جګړه کوونکي ګوند په توګه یاد کړ. پوتین وویل: «تر هغه پورې چې هغه [د کیف حاکم ګوند] په قدرت کې وي، دغه راز تراژیدۍ او جګړې به ادامه ولري.»

Argentinien G20 Gipfel - Putin und Merkel
انځور: picture-alliance/TASS/M. Klimentyev

اروپايي محکمې ته د روسیې له کبله شکایت

مسکو ټینګار کوي چې د اوکراین کښتیو قانون تر پښو لاندې کړی او د روسیې اوبو ته داخلې شوي دي، خو کیف بیا د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې ته شکایت کړی او د روسیې دغه اقدام یې د روسیې له لوري د یوه یرغل په توګه یاد کړی دی.

له پوتین سره د خبرو پرمهال، د آلمان صدراعظمې انګلامیرکل د ازوف په سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ غوښتنه وکړه. دواړه مشران په دې سره سلا شوي دي چې د فرانسې، آلمان، روسیې او اوکراین ترمنځ به خبرې پیلوي څو په سیمه کې ترینګلتیا کمه کړي.

په عین حال کې اوکراین پر روسیې تور پورې کوي چې دغه هیواد د اوکراین په شرق کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او د روسیې له لوري د اوکراینې کښتیو او چلوونکو تر نیول کیدو وروسته یې د هیواد په ځینو برخو کې جنګي قانون یا «مارشل لا» نافذه کړی او دغه هیواد ته یې د ۱۶ او ۶۰ کلونو ترمنځ د روسانو راتګ هم منع ګرځولی دی.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د شنبې په ورځ وویل چې کریملین د نړیوال نظم ازموینې ته ادامه ورکړې څو وویني چې نړیواله ټولنه روسیې ته اجازه ورکوي چې د ازوف سمندر خپل کړي او دا چې دا هم وښيي چې د تور سمندر اوبه لا له وړاندې څخه د روسیې مالکیت دی.

نړیواله سوداګري

له پوتین سره په دې ملاقات کې میرکل همدا راز هیله څرګنده کړه چې د چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرې به ښايي د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ روان کړکیچ ته د پای ټکی کیږدي. د جي ۲۰ کنفرانس په څنډه کې میرکل د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره هم ولیدل او دواړو مشرانو د سوداګرۍ او ملګرتیا پر موضوع خبرې کړي دي. ټاکل شوې چې د دې سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د چین ولسمشر هم ملاقات ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ترمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره خپل یو پلان شوی ملاقات له اوکراین سره د روسیې د وروستي تقابل له کبله لغو کړی دی. په دې سرمشریزه کې میرکل د نړیوالې سوداګرۍ د جنجالونو د حل کولو په سازمان کې د اصلاحاتو پر اړتیا هم خبرې وکړې. نوموړې خبریالانو ته وویل: «ټول په دې سره سلا شوي چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان یا (ډبلیو. ټي. او) کې باید اصلاحات رامنځ ته شي. دا یو ډیر مهم توافق دی.» په دې کنفرانس کې میرکل د هندوستان له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم خبرې کړي دي.