1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن د منځني ختیځ سفر ته چمتوالی نیسي

۱۴۰۱ خرداد ۲۵, چهارشنبه

جو بايدن به د اردن سېند لوېديځې غاړې او سعودي عربستان ته تر سفر د مخه اسرائيل ته هم ولاړ شي. که څه هم چې بايدن د سعودي عربستان د منزوي کولو ژمنه کړې وه او چلن یې هم سره سوړ وو، خو اوس یې دغه هیواد ته د سفر اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/4Cjt7
USA Tornado Kentucky | Besuch des US-Präsidenten Joe Biden
انځور: Gemunu Amarasinghe/AP Photo/picture alliance

سپينې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن منځني ختيځ ته د سفر جزئيات تائيد کړل چې په حواله به یې نوموړی د دې سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته هم ولاړ شي او ښايي له وليعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.

امريکايي رسنيو لا دمخه ویلي ول چې دا سفر به د جولای د ۱۳مې او ۱۶مې نېټې ترمنځ وي. په دې ترڅ کې به هغه لومړی اسرائيل ته ولاړ شي او بيا به د اردن سيند لوېديځې غاړې ته تر تللو وروسته په پای کې سعودي عربستان ته سفر وکړي.

جو بایدن د خپل انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ له خوا د بشري حقونو پر ښکاره سرغړونو تل نیوکې کولې او دې ته یې په اشارې سره ويلي ول چې په دې ترڅ کې به واشنګټن د سعودي له حکومت سره د اړيکو د نوي سره منظم کولو ته اړتيا ولري.

په دې اړوند چې کومې ژمنې جو بايدن کړې وې، سعودي عربستان ته یې سفر ته په کتو سره په اړه پوښتنې هم را ولاړې شوي دي.

په دې ترڅ کې له تر  ټولو مهمو مسئلو څخه یې يوه په ۲۰۱۸م کال کې په ترکيه کې د يوه سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې قضيه ده. د امريکا استخبارات دې پايلې ته رسېدلي دي چې د دې قتل حکم احتمالاً د سعودي عربستان مشر او وليعهد محمد بن سلمان ورکړی وو.

د بايدن ادارې په څو ځلي دا ډول وضاحتونه هم ورکړي دي چې دوی به د امريکا او سعودي عربستان د اړيکو دایره به له وليعهد محمد بن سلمان پر ځای د هغه پلار شاه سلمان ته متوجې کړي.

خو د سپينې ماڼۍ د رسنیو د برخې مشرې کيرين ژان پيئر د سه شنبې په ورځ وويل چې حقيقت دا دی چې «هو» موږ دا تمه لرله شو چې ولسمشر بايدن به له وليعهد بن سلمان سره وګوري.»

بايدن ولې سعودي عربستان ته سفر کوي؟

اوسمهال د واشنګټن حکومت له جغرافيايي او سياسي لحاظه له نويو ننګونو سره مخ دی او په سفارتي کچه د تګلارې د بدليدو نتيجه بريښي. کله چې پر اوکراين د روسیې د بريد له کبله د سون توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي، نو بالاخره همدا په تېلو غني هېواد سعودي دی چې د تېلو توليد تر کافي بريده په رسولو کې مرسته کولی شي.

بل لوري ته امريکا ته د ايران د اتومي پروګرام ترڅنګ په سيمه کې د چين د مخ پر زياتيدونکي نفوذ څخه خطر متوجې دی. همدا علت دی چې د امريکا حکومت اوس د سعودي عربستان د کړنو سره له مخالفت او يا په دې اړه د خپلو تګلارو په اړه د کومې واضح اشارې څخه ډډه کوي.

König Salman Bin Abdul Aziz Al Saud und Kronprinz Mohammed Bin Salman Al Saud
انځور: picture-alliance/abaca/B. Press

د سپينې ماڼۍ د رسنیو د برخې مشرې وويل: «د سعودي عربستان د سفر پر وخت به د امريکا ولسمشر له خپل سعودي سيال سره په دوه اړخیزو سيمه ایزو او نړيوالو مسئلو خبرې اترې وکړي. په دې کې په يمن کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د رامنځته شوي اوربند ملاتړ هم شامل دی.»

په اسرائيل او لويدیځه غاړه کې به بايدن څه مصروفيات ولري؟

د بايدن د سفر لومړی منزل به اسرائيل وي. نوموړی به هلته له لومړي وزير نیفتالي بينيټ سره وګوري. د بایدن دا سفر د ترمپ د دورې پر وخت د منځني ختیځ له ډيرو اسلامي هېوادونو سره د اسرائيل د اړيکي تر نورمال کيدو وروسته ترسره کيږي.

اسرائيل د امنيت د پياوړتيا په موخه له خپلو عربي ګاونډيانو سره د امريکا پر ښو اړيکو هم ټینګار کړی دی او تمه لري چې د بايدن سفر ښايي د دې باعث شي چې د سعودي عربستان سره اړيکي عادي شي.

خو د ايران سره د چلن په ترڅ کې د بايدن ادارې او د اسرائيل د حکومت ترمنځ د نظر اختلاف موجود دی. اسرائيل د هغو هلو ځلو سره هم مخالفت لري چې امريکا یې له ايران سره د اتومي تړون د بيرته عملي کيدو په برخه کې کوي. 

امريکايي ولسمشر به د اردن سيند لوېديځې غاړې ته سفر وکړي چېری چې به هغه د فلسطنيانو د خپلواکمنې ادارې له مشر محمود عباس سره هم وګوري. بايدن د دو دولتونو تګلارې نظر تائیدوي او غواړي چې امريکا يو ځل بيا د فلسطنيانو له ادارې سره اړيکي ټینګې کړي.

د بايدن د سلف دونالد ترمپ د حکومت پر وخت د امريکا او فلسطينيانو اړيکي «تقريباً پرې» شوې وې.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters, AFP)