1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنید حفیظ دين ته د سپکاوي په جرم د مرګ په سزا محکوم شوی

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

د پاکستان یوې محکمې دین ته د سپکاوي په تور هغه لکچر ورکونکی د مرګ په سزا محکوم کړی چې د تیرو شپږو کلونو راهیسې بندي وو. نوموړی د اسلام ضد مفکورې په خپرولو تورن شوی وو.

https://p.dw.com/p/3VCCy
Junaid Hafeez Pakistan Lektor
انځور: Asad Jamal

د پاکستان له ملتان ښار څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د شنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې۲۱ نیټه) یوې محکمې جنید حفیظ ته د مرګ سزا اورولې ده. جنید حفیظ د شپږو میاشتو راهیسې د دې له پاره په یوه جلا خونه کې ساتل شوی وو چې نور بندیان پرې مرګونی برید ونه کړي. د هغه وکیل ویلي دي چې د مؤکل په اړه یې غلطه پریکړه شوې ده او هغه به یي پر وړاندې اپیل وکړي.

جنید حفیظ د پنجاب ایالت د راجن پور ښار اوسیدونکی او د انګلیسي ژبې او آدب یو لکچر ورکونکی دی. نوموړی په یوه امریکایي پوهنتون کې د خپلو لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته بیرته پاکستان ته ستون شوی وو. جنید په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت ونیول شو کله چې د ملتان په یوه پوهنتون کې د وزټنګ لیکچرر یا افتخاري لیکچر ورکونکي په توګه یي تدریس کاوه.

د څارنوال اطهر بخاري په حواله جنید حفیظ د پاکستان د یوه خصوصي تحصيلي پروګرام په ترڅ کې درې کالونه په امریکا کې تیر کړي وو او پلټونکو یي له لپ ټاپ څخه اسلام ضد مواد ترلاسه کړي وو. نوموړی د مرګ پر سزا سربیره، ۵۰۰ زره پاکستاني کلدارې نقدي جریمه شوی هم دی.

ډیر شخړیز قانون

په پاکستان کې د توهين مذهب په نوم قانون چې په اساس یي جنید حفیظ ته د مرګ سزا اورول شوې، یو ډیر شخړیز قانون دی. د دې قانون له مخې که پر یو چا خدای ج، قران کریم یا د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي کولو جرم ثابت شو، نو هغه ته د مرګ سزا اورول کیدای شي.

د قانون پوهانو په حواله په پاکستان کې له دې قانون څخه ډیره ناوړه استفاده هم کیږي او په ځنو پيښو کې خلکو د خپل شخصي خصومت او دښمنۍ د غچ اخیستنې په موخه پر یو مسلمان یا غیر مسلمان، دین ته د سپکاوي تور لګولی دی.

د مرګ سزا نه عملي کیدل

په پاکستان کې تر اوسه پورې څو تنه مذهب ته د سپکاوي قانون له مخکې د مرګ په سزا محکوم شوي، خو تر نن ورځې پورې دغه حکم د هیڅ کومې ښځینه یا نارینه ارتکاب کونکي په حق کې نه دی عملي شوی.

له داسې تورونو سره مخامخ اکثره کسان په کلونو کلونو په بند کې پراته وي او په ټولنه کې وضعه داسې ده چې که پر هر شخص داسې تور ولګول شي، نو ممکن د پاریدلو کسانو له خوا سمندسي له تشدد سره مخامخ او د احتجاجي بلواو د رامنځته کیدو سبب شي.

آژانسونه/ش.ن/ ا.ا