1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد کي چاودنې مرګ ژوبله رامنځ ته کړه

۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبه

د افغانستان په ختيځ ښار جلال آباد کي يوې موټري بمي بريد لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژلي او ۲۰ نور يې ژوبل کړي دي. بيره سته چي د چاودنې د قربانيانو شمېر به نور هم جګ سي.

https://p.dw.com/p/30dK6
Afghanistan Symbolbild Sicherheitskräfte
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Safi

د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي افغان چارواکي وايي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژل سوي او تقريبا ۲۰ نور ژوبل سوي دي. زياته سوې چي دغه بريد د يو ځانمرګي بريدګر له خوا په موټر کي د پټو سوو چاودېدونکو توکه په مرسته سوی دی. دا بريد په داسي حال کي ترسره کيږي چي ولسمشر اشرف غني هم دغه ښار ته په سفر ورغلی دی.

د ولايت وياند عطالله خوږياني و فرانس پريس خبري آژانس ته د ياد شمېر مرګ ژوبلې پخلی کړی دی. د خوږياني په وينا په وژل سوو کي ۱۰ سکهان هم شامل دي. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش هم د مرګ ژوبلي خبرونه تائيد کړي او زياته کړې يې ده چي دغه بريد په لوی احتمال سره «يو ځانمرګی بريد» وو.

د ننګرهار ولايت د روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال بيا د وژل سوو کسانو شمېر ۱۵ ښودلی دی. د افغانستان د ولسمشر دفتر ويلي دي چي غني د چاودنې پر وخت په دغه ښار کي وو خو زياته کړې يې ده چي هغه د چاودنې له ځای څخه ليري وو.

داسي بيري سته چی د دغه بريد د قربانيانو شمېر ښايي لا جګ سي. د دغه بريد پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې.