1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: کرسمس اختر سږکال د کرونا تر سیوري لاندي لمانځل کيږي

۱۳۹۹ آذر ۱۳, پنجشنبه

د کرسمس اختر په جرمني کي د ډيرو له پاره مذهبي جنبه نه لري، بلکي په یوه کورني اختر تبديل سوی دی. خو د کرونا وبا په سبب د دغه اختر د سږکال لمانځل او د کورنيو د راټوليدو موضوع د سياستوالو د تاوده بحث سبب سوې ده.

https://p.dw.com/p/3mB5E
Deutschland | Weihnachten in der Coronakrise 2020
انځور: Ying Tang/NurPhoto/picture alliance

په جرمني کي ډیري کورنۍ د کرونا پانډمۍ تر دوهمي څپې او سختو محدودیتونو وروسته بیا هم خوشاله دي، چي کولای سي دغه اختر لږ تر لږه د خپلي کورني له نژدې غړو سره ولمانځي.

د نوو محدودیتونو پر وضع کیدو سربیره د کرسمس اختر په ورځو کي د جرمني په اکثرو ایالتو کي تر۱۰ تنو پوري د راټولیدو اجازه ورکړل سوې ده.

د بایرن ایالت صدراعظم، مارکووس زویدر، چي که څه هم د کرونا د قیوداتو په موضوع کي تر نورو ایالتونو سختګیره او جدي دی، په دې هکله توضیح ورکړه: د کرسمس اختر منظور دادی، چي «په یوه پلا د فامیلي ارزښتونو څخه قدرداني وکړو.»

د زویدر پر دغو اظهاراتو باندي بیا انتقادونه هم وسول. د نورنبرګ ښار راهبه، مګدلینا وینګهوفر د دغو اظهارتو په باب وویل، چي زویدر دعیسی(ع) د تولد دورځي تجلیل په یوه فامیلي اختر باندي محدود کړی دی او مسؤلینو په اګاهانه ډول دغه اختر یو مسیحي اختر نه، بلکي فامیلي اختر په نظر کي نیولی دی.

ایا د عیسوي اختر مفهوم د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی؟

د ادیانو او ټولني پیژندني عالم، ګیرت پیګل په دغه انکشافه کي د «سیکولاریسم  بریالیتوب» ویني. د هغه په عقیده په اوس وخت کي دیني اړخونه لږ د توجه په مرکز کي راځي. دی اضافه کوي او وايي چي «کلیساوي د دیني عبادتونو په خاطر خلاصي پاتیږي. خو دغه موضوع باید لکه د سږکال په سر کي تنظیم سوې وای. خصوصأ چي پر صحي تدابیرو سربیره د کرونا د دوهمي څپې پرمهال هم په دغه ويروس د اخته کیدو خطر راکم سوی نه دی.»

د ادیانو او ټولني پیژندني د یوه بل عالم، تلیف پولاک په نظر د فامیلي اختر او مذهبي اختر تر منځ حتمأ تضاد وجود نه لري. ځکه چي «د کرسمس اختر دیني مراسم د ډیرو کسانو له پاره یوه فامیلي موضوع ده. د په اصطلاح کرسمس عیسویانو له پاره چي یو واري په کال کي کلیساوو ته ورځي، ورته شاید ورتګ تر ډیره حده پوري د دیني مراسمو د ادأ کولو په خاطر نه وي. خو دواړه د محتوی له اړخه هم یو له بل سره اړه لري: د کرسمس په شپه موږ د مقدسي کورنۍ، یعني عیسی(ع)، مور مریمي یې او یوسف لمانځل هم کوو.»

اکثره کارپوهان په دې عقیده دي چي که سږکال خلګ په کرونا د اخته کیدو په دلیل احتیاطأ د کلیسايي مراسمو څخه صرف نظر وسي او یا ورته د خپلو ټولنو له خوا د ورتګ توصیه و نه سي، نو په دې صورت کي به اکثره د کمبودۍ احساس وکړي. ځکه نو د اکثرو کسانو له پاره«دیني مراسم د کرسمس اختر سره اړه لري.»

خو کارپوهان دا هم وايي چي برعکس دا هم ممکنه ده چي که سږکال خلګ په کرسمس کي کلیساوو ته ولاړ نه سي او ورڅخه صرف نظر وکړي، نو به ورته دا نظر پیدا سي، چي دیني مراسم چنداني مهم نه دي.

راهبه وینګهوفر د کرسمس اختر په باب کاملأ یو بل مشکل ته اشاره کوي او وايي چي په ټولنه کي ډیر کسان یوازي دي او د فامیلو سره نه اوسیږي، چي له هغو سره د کرسمس اختر ولمانځي. د دې په خبره په دغه بحراني وخت کي ددې خطر موجود دی چي هغوی هیر سي او تر پخوا ډیر د تماس د محدودیت په خاطر ډیر متأثره سي.

د هغې په خبره داسي ډیر ځوانان هم سته چي هغوی ته عيسوي اختر یو فامیلي اختر او خوشالي نه، بلکي«دوزخ» دی. هغې ټینګار وکړ چي په بحراني حالاتو کي باید دغو انسانانو ته ډیره پاملرنه وسي.

زموږ له آرشیف څخه: