1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د کورونو د کمبود له سخت مشکل سره مخامخ دی

۱۳۹۷ مهر ۳, سه‌شنبه

ميرکل د کورونو د کمبود مشکل د خپل کار اصلي اجنډا گرځولې ده. په همدې خاطر یې د سیاست او اقتصاد د څانگي له مشرانو سره یوه سرمشریزه دایره کړه، تر څو ددغي بدبختۍ څخه د راوتلو طریقې پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/35TfW
Deutschland Berlin Wohngipfel im Kanzleramt Proteste
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د جرمني  صدراعظمي انګيلا ميرکل په صدرات عظمی کي د کورونو د کمبود د مشکل په اړه  تر سلو اضافه کسانو سره تر دوه ساعته لیدني کتني وروسته د یوه «لوی چلند» څخه خبره وکړه اوپر هغه باندي غالبیدل یې  ډیره جدي مبارزه وبلله.

میرکل پر همدې مشکل باندي د کامیابه کیدو په منظور خپل وزیران، ایالتي صدراعظمان ، ښاروالان ،د غیر منقولو ملکیتونو، ساختماني چارو او صنفي اتحادیو نمایندگان او همدرانگه کرایه نشینو سر اتحادیه، صدارت عظمی ته وربللې وه، تر څو په دې هکله سره خبري وکړي، چي څنگه ډیر کورونه ، خصوصأ په لویو ښاري منطقو کي جوړیدلای سي.

د جرمني د لویو ښارونو له جملې څخه په ۱۴ کي یې ،چيري چي تر ټولو ډیر خلگ په کورونو پسي گرزي، د ۲۰۱۰ م کال څخه تر ۲۰۱۷ م کال پوري د کورونو کرایې ۳۴ فیصده لوړي سوي دي. په مونشن او شټوت گارټ کي کرایې تر ۴۰ فیصده اضافه او په برلین کي حتی تر ۷۰ فیصدو پوري لوړي سوي دي

د کورونو ترسرمشریزي  وروسته میرکل وویل، چي «نن فقط ددې یو پیل ؤ.» خو دا امیدواره ده، چي دغه مشکل هر څومره ژر چي ممکنه وي، حل سي. سرمشریزي یوه اعلامیه هم صادره کړه، چي پر اساس یې باید تر ۲۰۲۱ م کال پوري پنځه ملیارډه یورو د کورونو جوړولو په لار کي ولگیږي او ۱،۵ ملیونه نوي کورونه جوړ سي. له دې جملې  څخه به یې تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ سوسیاله کورونه وي، چي کرایه به یې ثابته او نه لوړیږي. خو دغه اعلامیه الزامي جنبه نه لري او د حکومت په کاري اجنډا کي لا داخله سوې نده، چي باید تر دغي نیټې پوري تطبیق سي.

Wohngipfel im Kanzleramt Merkel und Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/F. Sommer

ډیري پیسې او ډیر نوي کورونه

د بلي خوا بیا هغه کسان چي عایدات یې د کرایو له پاره کفایت نه کوي، د ۲۰۲۰ م کال څخه به ورسره په دې لار کي دولتي کومک ډیر سي. همدارنگه هغه فامیلونه ، چي د اول وار له پاره یو کور رانیسي، کولای سي همدااوس هم د هرکوچني پر سر د ۱۲۰۰۰ یورو د اخیستلو غوښتنه وکړي. له بله طرفه ساختماني پروژو ته باید ډیر مالي امتیازات ورکول سي، تر څو نوي کورونه جوړ کړي.

مرکزي حکومت همدارنگه غواړي په راتلونکي کي ایالتونو او نواحیو ته ډیري مځکي په اختیار کي ورکړي. په دې خاطر باید په اینده کي دولتی مځکي د ورځي په نرخ خرڅي نه سي، ځکه که دا کار دوام پیدا کړي ، په هرصورت یې د غیر منقولو ملکیتونو شرکتونه  د ورځي په نرخ رانیسي او ایالتونو او نواحیو ته نه پاتیږي.

Wohngipfel im Kanzleramt
انځور: picture-alliance/dpa/F. Sommer

څوک باید دومره ډیر نوي کورونه جوړ کړي؟

د بلي خوا یوازي مځکي کفایت نه کوي، بلکي سوال دا دی ، چي څوک باید پر هغو باندي کورونه جوړ کړي. دا ځکه چي د ساختماني چارو په برخه کي کارگران ، خصوصأ مسلکي کارگران، لکه بنایان، نجاران، نلدوانان، برقیان او نور کمبود دي. په همدې خاطر په سرمشریزه کي د جرمني د کورنیو او ساختماني چارو وزیر هورس زیهوفر وویل، چي«موږ کوښښ کوو، د مسلکي کسانو د مهاجرت قانون همدا سږکال لا پارلمان ته د تصویب له پاره وړاندي کړو. ځکه دغه ټوله مالي تدابیر او په دغه برخه کي پانگه اچونه د همدې قانون د تصویبولو سره تړلي دي او بې له هغه به د دغي څانگي د مسلکي کسانو د کمبود مشکل رفع نسي.»

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.06.2015 )