1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د افغان محلي کارکونکو سره پر چلند انتقاد

۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبه

په افغانستان کي د جنګونو او زورزیاتیو ډیریدو ته په کتو سره «افغان ملاتړ کونکي شبکې» د افغان محلي کارکونکو سره د جرمني د حکومت پر رفتار باندي انتقاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3yjtv
Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
انځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

ددغي شبکې مشر، مارکوس ګروتیان په المانۍ ورځپاڼي، «زوید دویچه څایتونګ» کي نن دوشنبه د جرمني پر حکومت باندي تور لګولی دی، چي «اخلاقي قطب نما ورڅخه کاملأ ورکه سوې ده».

هغه ویلي، چي په افغانستان کي د الماني پوځ د ماموریت تر اخره پوري هغوی د محلي کارکونکو ملاتړ ته اړ وه، او دغه کارکوونکي اوس د طالبانو په پرمختګ سره د جدي خطر سره مخامخ دي.

همدا تیره جولای میاشت د جرمني صدراعظمي، انګیلا میرکل د افغان محلي کارکونکو څخه د ملاتړ خبره وکړه اود نورو تر څنګ یې د چارتر الوتکو د ورلیږلو وعده وکړه، چي هغوی به د خپلو فامیلونو سره یوځای را وباسي. خو تر اوسه پوري داسي یو پرواز هم نه دی تر سره سوی. د ګروتیان په خبره د محلي کارکونکو د پروسې څیړل هم ډیر دوام کوي.

«زوید دویچه څایټونګ» ورځپاڼي د جرمني د داخله وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د همدې جولای میاشتي په اخر کي وزارت ۴۷۱ افغان محلي کارکونکو او د هغوی د فامیلونو د اعضاوو سره مجموعأ ۲۸۵۱ ته د سفر کولو اسناد ورکړي دي. خو په سلهاوو نورلا انتظار باسي.

Nato Truppen verlassen Afghanistan
انځور: Vyacheslav Oseledkov/AFP/Getty Images

د تیري پنجشبې (د اګست میاشتي شپږمه) د ارقامو په حواله جرمني ته مجموعأ ۱۷۹۶ تنه راغلي دي، چي ۲۹۶ کسه یې افغان محلي کارکونکي وه.

د جرمني د سوسیال دیموکراټانو سیاستمدار او په پارلمان کي د دفاعي کمیټې رییس، ولفګنګ هیلمیش همدې ورځپاڼي ته ویلي دي: «دا څه ډول یو مسخره تصور دی، چي فامیلونه دي پخپله ولاړ سي، د سفرکولو پروسې دي تکمیلي او ټکتان رانیسي؟» په خبره یې دغه ټوله پروسه کاغذ پراني او بیوروکراسي ده.

په پارلمان کي د زرغون ګوند د فراکسیون مرستیالي، اګنیسکا بروګر هم د جرمني د حکومت پر دې رفتار باندي انتقاد کړی او ويلي یې دي: «د جرمني حکومت ونه سوای کولای د افغانستان څخه خپل ټول افغان محلي کارکونکي او د فامیلونو اعضاوي یې ژر او په اطمینان سره راوباسي. په دغه د تصور څخه لیري بې تفاوتۍ کي صدراعظمه انګیلا میرکل هم شریکه ده.»