1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان نیکلسن: د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ خبري رواني دي

۱۳۹۷ خرداد ۱۰, پنجشنبه

یوه امریکایي جنرال ویلي دي چې مشرو طالبانو له افغان چارواکو سره د احتمالي سولې په هکله پټې خبري کړي دي، له دې سره سره چې امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې پنځوس طالبان ووژل.

https://p.dw.com/p/2ygrJ
John W. Nicholson USA NATO Afghanistan Nominierung Oberkommandeur
انځور: picture-alliance/dpa/M.L. Sprenkle/U.S. Army

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان نکلسن په يوه تليفوني کنفرانس کي په پېنتاګون کې خبريالانو ته وویل: «ډیر زیات دیپلوماتیک فعالیتونه او ډیالوګونه په مختلفو سطحو د پردې تر شا کیږي.» هغه وویل چې په مذاکراتو کې ونډه لرونکي کسان یادولای نه شي، خو په خبره یې د طالبانو باصلاحيته او کښته غړي پکښې شامل دي.

هغه وویل: «زه باید دې ته اشاره وکړم چې هغوی په پټه سره لیدلي دي. نو ځکه پر دې توانیدلې چې خبرې پرمخ بوځي.» د نيکلسن په خبره د دغو هڅو بریا یوه برخه د پروسې په محرمتیا پورې اړه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د فرورۍ میاشتې په وروستیو کې طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړاندیز وکړ. په دغه وړاندیز کې د طالبانو د یوه سیاسي ګوند په توګه د منل کیدو خبرې شوې وه که چیري طالبان اوربند او اساسي قانون ته غاړه کښیږدي.

فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې طالبانو په رسمي توګه دغه وړاندیز ته کوم غبرګون و نه ښود، خو له هغه راهیسې په ځانګړې توګه په کابل کې د خونړیو بریدونو لمن پراخه شوې او په دې سره د ملکي کسانو له پاره کابل په یوه خطرناک ځای اوښتی دی. همدا د چهارشنبې په ورځ یاغیانو په کابل کې د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانې باندي يرغل وکړ.

طالبانو د چهارشنبې په سهار وختي په لوګر ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز باندي د يرغل مسئولیت پر غاړه واخيست. د لوګر ولایت د والي ویاند شاه پور احمدزي وويل چې په دغه برید کې شپږ پوليس افسران وژل شوي او اته ملکيان ټپیان شوي دي.

خو جنرال نيکلسن چې هوډ يې کړی چې طالبان به په پوځي فشار سره د سولې د خبرو میز ته کښينوي، په دې باور دی چې زورزیاتی او پرمختګ دي یو د بل تر څنګ وي.

نيکلسن د افغانستان وضعیت له کولمبیا سره پرتله کړ. هلته د فارک د ډلي او حکومت ترمنځ جګړه په ۲۰۱۶م کال کې د سولې د تړون تر مهال پوري روانه وه.

د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ول چې په هلمند کې يې په یوه برید کې تر پنځوسو زیات طالبان وژلي دي. که څه هم دغه برید څو ورځي مخکي شوی وو خو د مرګ ژوبلې ارقام يې نه ول وړاندي شوي.

نيکلسن د تليفون له لاري په پينتاګون کې خبریالانو ته وویل چې له فراه څخه د طالبانو تر تمبولو وروسته، افغان او امریکایي ځواکونو د هغوی تعقیبولو ته ادامه ورکړه چې بیا هلمند ولایت ته ستانه شول. د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې د می مياشتي پر ۲۴مه نیټه په موسی کلا کې د طالبانو پر یوې غونډه برید شوی چې پکښې د طالبانو یو جګپوړی چارواکی عبدالمنان هم وژل شوی دی.