1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تیر کال په زرونو بهرنیانو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د آلمان د احصایې دفتر د ارقامو له مخي په ۲۰۱۵م کال کې تر سلو زرو ډیرو بهرنیانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی. د دغو شمیرو له مخې د تابعیت ترلاسه کوونکو مهاجرو شمیر تر دې مخکې کلونو په پرتله لږ وو.

https://p.dw.com/p/1JNOp
انځور: Fotolia/by-studio

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله په ۲۰۱۵م کال کې د آلمان تابعیت ترلاسه کوونکو په هکله ارقام تیره ورځ (د جولای میاشتې ۱۱) خپاره شوی دي. تیر کال په مجموع کې ۱۰۷۲۰۰ بهرنیانو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي دي. په دغو کسانو کې نږدې ۱۴۰۰تنه پاکستانيان دي.

د آلمان د مرکزي احصایې دفتر د شمیرو له مخې د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو شمیر تر هغه یو کال مخکې ( ۲۰۱۴کال) په پرتله یوازې «نږدې یوه سلنه» کم شوی دی. په آلمان کې د ترکي اتباعو له خوا د تابعیت ترلاسه کولو بهیر په برخه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

په ۲۰۱۵م کال کې ۱۹۷۰۰ ترکانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی، چې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۱۲،۵ سلنه کمښت ښئ. پر دې سربیره بیا هم تیرکال د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو په شمیر کې د ترکانو تناسب تر ټولو لوړ وو.

د نورو ترڅنگ افغانانو هم آلمانی تابعیت ترلاسه کړی

د دغو شمیرو له مخې د ۲۰۱۵م کال په جریان کې تر ۲۵۰۰ ډیرو افغانانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی. ۸۸۱ امریکایانو، نږدې ۱۵۰۰ اسرائیليانو او یوازې ۴۳ تنه فلسطینیانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی.

تیر کال په مجموع کې د سویلي آسیایې هیوادونو ۷۸۰۰ اتباعو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي ول چې په هغو کې ۱۳۵۰۰ تنه د هندوستان اتباع ول.

په همدې منځ کې په آلمان کې میشت د پاکستاني اتباعو له خوا د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو شمیر نږدې ۷ سلنه لوړ شوی دی. په ۲۰۱۵م کال کې ۱۳۹۰ تنه پاکستانیانو آلماني تابعیت ترلاسه کړ. تر دې یو کال مخکې ۱۳۰۰ تنه پاکستاني اتباعو آلماني پاسپورتونه ترلاسه کړي ول. په دې توگه نو تیر کال د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو پاکستاني اتباعو تناسب تر هندیانو لږ څه ډیر وو.

د اروپایې اتحادیې د نورو غړو هیوادونو په اتباعو کې هم د آلماني تابعیت ترلاسه کوونکو کسانو په شمیر کې ۱،۸ سلنه ډېرښت راغلی دی. نږدې ۶۰۰۰ پولنډیانو آلمانی تابعیت ترلاسه کړی دی. همدارنگه ۳۴۰۰ ایټالويانو هم د خپل هیواد په پرتله د آلماني تابعیت ترلاسه کولو ته ترجیح ورکړې ده.

د اعداد او شمیرو له مخې تیر کال ۴۲۰۰ اوکراينيانو هم آلماني تابعیت او پاسپورتونه ترلاسه کړي دي، چې دغه شمیر د یو کال مخکې یعنی ۲۰۱۴م کال په پرتله یو پر دریمه برخه ډېرښت ښيي.