1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تښتېدلی طالب د خپل ورور پر ضد د جګړې نکل کوي

۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبه

له طالبانو تښتېدلی ۱۹ کلن جنګيالی وايي چي په اګست مياشته کي د پوليسو پر پوسته بريد يې هميشه په ذهن کي ګرځي راګرځي.

https://p.dw.com/p/3UhW9
M16-Gewehr
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د طالبانو شاوخوا ۲۰ کسيزه ډلې خپل بريد د شپې په لس بجې پېل کړ. تر لمرخاته پوري ټول دولس افغان پوليس ووژل سول.

يو ۱۹ کلن پخوانی طالب وايي چي د طالبانو په ياد بريد کي د يو طالب جنګيالي په توګه برخه وال ؤ. هغه د رايترز خبري آژانس ته په دې تړاو خپله کيسه کړې ده. دغه پخوانی طالب وايي چي کله چي د افغانستان په شمال کي د پوليسو پر يوې پوستې وسله واله نښته پای ته ورسېده نو دی او نور طالب ملګري يې پوستې ته ننوتل. هغه وايي چي دوی غوښتل چي له وژل سوو پوليسو څخه وسلې او نور مهمات واخلي.

خو دغه طالب جنګيالي د وژل سوو ۱۲ پوليسو تر منځ يوه ډېره تکان ورکوونکې منظره وليده او هېښ سو. دا ځکه چي په مړو پوليسو کي د هغه ورور هم شامل ؤ.

دغه طالب دوې مياشتي وروسته له طالبانو څخه هغه وخت وتښتېد کله چي يې پر وسله واله ډله هوايي بريد وسو او پنځه ملګري جنګيالي يې ووژل سول. دغه ځوان وايي چي د هغه راهيسي په کندوز کي له طالبانو پټ دی. هغه دا څرګندونې د نوم نه څرګندولو په شرط د رايټرز خبري آژانس ته وکړې.

دغه ځوان وايي: «دا زما د ژوند تر ټولو تاريکه شېبه وه، کله چي چي ما د خپل ورور مړی په وينو لړلی وليد. زما پر سترګو په ړنا ورځ داسي توره تاريکه سوه، لکه يو چا چي توره خولۍ زما پر سر او سترګو راکش کړې وي.»

د دغه ځوان پلار وايي چي د هغه وروسته يې خپل کشر زوی طالبانو ته ورکړ، کله چي طالبان په دې خبر سول چي مشر زوی يې د پوليسو ليکو ته ورغلی دی.

افغان حکومت پر وسله والو طالبانو تور لګوي چي کورنۍ تر فشار لاندي راولي تر څو خپل زامن ورته د جګړې له پاره ورکړي.

د افغان حکومت وياند صديق صديقي وايي: «طالبان خلک شکنجه کوي او حتی وژني يې که د طالبانو سره ملګري نه سي. هغوی په زياته په ليري پرتو سيمو کي دغه کار کوي او خلک بل انتخاب نه لري.»

خو وسله والې ډلې دا تورونه ردوي چي ګواکي دوی کورنۍ تر فشار لاندي راولي. البته هغوی دا مني چي پر کورنيو فشار راوړي چي خپل بچي د حکومت امنيتي ځواکونو ته ونه ليږي چي په وينا يې د بهرنيو پوځونو له خوا حمايه کيږي.

۱۹ کلن پخوانی طالب چي په توره شپه کي يې د پوليسو پر هغه پوسته ډزي کړي وې چي ورور يې هم پکښي موجود ؤ وايي چي دی او پلار یې له خپل کور او پټي څخه ليري پټ ژوند کوي. هغه وايي اوس يې د خپل وژل سوي ورور کورنۍ هم په غاړه ده. هغه زياتوي: «هرکله چي زه د خپل ورور درو يتيمانو ته ګورم نو ځان قاتل او ګنهګار احساسوم.» هغه وايي: «زه به هيڅکله هم خپل ځان ونه بخښم.»

رايټرز/ا.و.ا./ب.ص.