1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

توسک، د اروپایې ټولنې د بهرنیو سرحدونو د ښې ساتنې غوښتنه کړی

۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبه

اروپا ته د مهاجرت روان بهر ته په کتو سره د اروپايي ټولني د شورا رئیس د دغه کړکېچ په جدي توگه نظر کې نيولو غوښتنه کړې ده. د اروپايي سرحدونو د ساتني آژانس رئيس هم ويلي دي چي غير قانوني مهاجر بايد بنديان شي.

https://p.dw.com/p/1GzSX
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولنې د شورا رئيس دونالد توسک ويلي دي چې يوازي د سرحدونو په ساتلو سره کيدای سي د شینگن سیمي د منحلېدو مخنيوی وشي: «که غواړی چې د ناوړه حالت مخه ونیسو، باید چټک ګام واخلو.»

توسک د پنجشنبې ورځي ته د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو مشران يوې غير رسمي غونډي ته رابللي دي. د دغي غونډي یوه موضوع به دا وي چې ۱۶۰۰۰۰ مهاجر د اروپايي ټولني پر غړو هیوادونو وویشل شي. په دغه غونډه کي به له ترکيې سره پر همکاريو، د مهاجرو مرکزونه او د سرحدونو پر ساتلو هم خبري وشي.

د شینګن معاهده دا تضمين کوي چې د اروپايي ټولني اتباع به په سرحدونو کې نه کنترولیږي. خو اوس دا ویره شته چې دغه سیستم به د مهاجرت د ستونزي له امله په آسانی سره مات شي.

«تر سرحدونو د غيري قانوني تيرېدو ۸۰۰ زره پيښي»

د آلمان د بیلد ورځپاڼي د خبر له مخې، د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتلو آژانس (فرانټیکس) مشر فبکریس لیګري وايي چې د مهاجرو د شمېر د نور ډېرښت احتمال شته. هغه ويلي دي چي دوی سږکال له سرحدونو د تيرېدو ۸۰۰۰۰۰ غير قانوني پيښي ثبت کړي دي.

لیګري د اروپايي ټولني له غړو هيوادونو څخه غوښتي دي چې هغه مهاجر په چټکۍ سره له اروپا وباسي چي د منلو چانس نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب