1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې د پناه غوښتونکو پر مخ د خپلو پولو د پرانیستو ګواښ وکړ

۱۳۹۸ مهر ۲۵, پنجشنبه

د هنګرې لومړي وزیر ویلي که ترکیه د مهاجرو پر مخ خپل اروپايي پولې پرانسیزې، نو هنګري په اړ شي چې له صربستان سره پر خپله پوله له ځواک څخه کار واخلي. ترکیې یو ځل بیا د خپلو پولو د پرانیستلو ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/3RRWq
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge bei Idomeni
آرشيفانځور: Getty Images/M. Cardy

د هنګري لومړي وزیر ويکتور اوربان، په ۲۰۱۵م کال کې اروپا ته د سلهاو زرو پناه غوښتونکو تر راتلو وروسته صربيا سره پر خپله ګډه پوله کټارې ودرولې. هغه دغه اقدام په دې موخه وکړ تر څو د بالکان له لارې منځنۍ او لويديځې اروپا ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو مخه ونیسي.

اروپايي ټولنه د ډیر شمیر پناه غوښتونکو د مخنیوي له پاره د ترکیې مرستې ته اړتیا لري او له همدې کبله یې په ۲۰۱۶ کال کې له انقرې سره د مهاجرو په تړاو یو تړون لاسلیک کړ. خو ترکیه ادعا کوي چې اروپايي ټولنې په تړون کې خپلې کړې ټولې ژمنې نه دي عملي کړي او له همدې کبله یې وخت ناوخت د لغوه کولو ګواښ کوي.

اوس ترکيې يو ځل بيا اروپايي ټولنې ته ګواښ کړی چې د مهاجرو پر مخ به د اروپا پر لور خپله پوله پرانیزي. ترکیې ویلي دي چې که چيرې اروپايي ټولنه د سوريې په شمال کې د ترکي پوځ د عملياتو په اړه منفي تبليغات وکړي نو ترکيه به هغو مهاجرو ته چې لا وختي ترکيې ته رسيدلي، د اروپا پر لور د تلو اجازه ورکړي.

Ungarn Viktor Orban, Premierminister
د هنګري لومړی وزير ويکتور اوربانانځور: Reuters/B. Szabo

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ترکيه کې يوازې د میشتو سوریایانو شمیر ۳،۶ ميليونو ته رسیږي.

د هنګري صدراعظم د چهارشنبې په ورځ ناوخته له يوه خصوصي تلويزيون سره د خبرو پر مهال وويل چې «ترکيه به راتلونکې اوونۍ تصميم ونيسي چې دغو کسانو په اړه به څه کوي.» اروبان زياته کړه: «هغه [ترکيه] به دوی ته دوه لارې انتخاب کړي: بيرته سورېې ته ستنيدل او يا به يې د اروپا پر لور پريږدي.»

د هنګري لومړي وزیر همداراز وویل: «که ترکيه دومه لار انتخاب کړي، نو په ډير لوړ شمير مهاجر به د هنګري سويلي سرحد ته ورسيږي.»

هغه پر اروپايي اتحاديې نيوکه وکړه چې په ترکيې کې ميشتو مهاجرو ته د رسیدګۍ په موخه بايد له ترکيې سره لا زياتې مرستې وکړي. د هنګري عوامپاله حکومت اوس مهال له ترکيې، چين او په منځنۍ آسیا کې د پخواني شوروي اتحاد يو شمير هيوادونو سره نزدې اړيکې رامنځ ته کړي دي. له همدې امله په پام کې ده چې د ترکيې ولسمشر به د راتلونکې مياشتې په لومړيو کې بوداپست ته سفر ولري.