1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه: په ترافیکي پيښه کې لس مهاجر مړه شوي

۱۳۹۸ تیر ۵, چهارشنبه

د ترکیې په شمال ختیځ ولایت ادرنه کې په یوه ترافیکي پيښه کې لس مهاجر مړه شوي دي. د یوه رپوټ له مخې ژاندارم پولیس د دغه موټر د درولو هڅه کړې وه.

https://p.dw.com/p/3L6rS
Flüchtlinge auf der Landroute Türkei-Griechenland
آرشیف انځورانځور: Reuters/A. Konstantinidis

د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولو د ولایت دفتر له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ژاندارم پولیسو غوښتل دغه موټر ودروي.

رپوټ زیاتوي چې موټروان د تيښتې هڅه وکړه، خو پر موټر یې کنترول له لاسه ورکړ او موټر له یوه دیوال سره ټکر شو. په پيښه کې د لسو کسانو پر مړیني سربیره د ۳۰ کسانو د ټپي کیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی. خو د پيښې د قربانیانو د هویت په هکله لا معلومات نه شته.

ادرنه ولایت له یونان او همداشان له بلغاريا سره ګډه پوله لري. د افغانستان، سوریې او نورو هیوادونو پناه غوښتونکي تل هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپایي هیوادونو ته ځانونه ورسوي. د انساني قاچاق وړونکو یوه بله لار د ترکیې له لویدیځ ساحل څخه د کښتۍ په واسطه د یونان نزدې ټاپو ګانو ته ده.

د رسمي معلوماتو له مخې ترکیه کې تر ۳،۵ میلیونه زیات مهاجر شته چې زیاتره یې د ګاونډي هیواد سوریې دي. پر دې سربیره د افغانستان او نورو هیوادونو پناه غوښتونکي هم هلته شته.

(sr/nz (dpa