1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه : دیوې لارۍ په چپه کیدو کي ۲۲ مهاجر وژل سوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبه

د ترکیې د ازمیر ښار سره نژدې په یوه ترافیکي پيښه کي لږتر لږه ۲۲ مهاجر وژل سوي دي، چي په منځ کي یې کوچنیان هم ول. ویل کيږي، چي یوه لارۍ د سړک څخه اوښتې او لاندي یوه سیند ته لوېدلې ده.

https://p.dw.com/p/36WGB
Türkei LKW-Unfall in Izmir
انځور: Reuters/STRINGER

د ترکي خبري آژانس انادولو په حواله دغه لارۍ د اوښتو پر وخت یوه کښته رود ته ورلویدلې او د لارۍ څخه یې اوس یوازي څو ټوتې پاته دی. ژغورونکي عملې د ۲۲ کسانو د مړو جسدونه او ۱۳ نور زخمي کسان راایستلي دي. د همدغه آژانس په حواله هغوي ټول مهاجر ول، خو د هغوی هویت لا معلومه نه دی، چي د کومو هیوادونو څخه راغلي دي. دغه لارۍ د آیدین ښار څخه د ازمیر پرخوا روانه وه.

ترکیه یو د هغو هیوادونو له جملې څخه دی، چي ورته د منځني ختیځ د بحراني سیمو، اسیا، افریقا او هم افغانستان څخه ډیر مهاجر ورځي . د ترکیې د ازمیر ښار دآژه بحیرې له لاري هغوی د کوچنیو کښتیو پواسطه د یونان جزیرو ته ځانونه رسوي او د هغه ځایه بیا کوښښ کوي ، ځانونه اروپا ته ورسوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 03.09.2018)