1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه د بې پیلوټه الوتکو د یوه نوي قدرت د تبدیلیدو په حال کي

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

ترکیه غواړي د جنګي تجهیزاتول له اړخه پر خپلو پښو ودریږي. په دې لار کي یې په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په لار کي ښه پرمختګ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3d6LB
Türkei l Erdogan will Truppen nach Libyen schicken - Bayraktar TB2 Drohne
انځور: Getty Images/AFP/B. Bebek

ترکیې د جنګي صنعت په لار کي ډیر پرمختګ کړی دی او نه یوازي د سپکو او درنو وسلو، نظامي وسایطو، کښتيوو او جنګي الوتکو د تولید په برخه کې په جهان کي مطرح دی، بلکي د راکټونو، الکترونیکي سیسټم او کنټرول په برخه کي یې هم ښه پرمختګ کړی دی.

انقره اوس تر ټولو دمخه د بې پیلوټه الوتکو پر جوړولو باندي ټینګار کوي او د کارپوهانو په نظر په دې لار کي هم د صنعتي هیوادونو په قطار کي راغلې ده.

د آلمان )شپیګل انلاین( د یکشنبه په ورځ)د مۍ ۳۱ مه( د نظامي کارپوهانو په حواله لیکلي دي چي اردوغان د لیبیا داخلي جنګ د مرکزي حکومت )سراج( په ګټه تغیر کړ او دا تر ټولو دمخه د هغوی د جوړو سوو بې پیلوټه الوتکو څخه استفاده بولي. ددغه رپوټ پراساس ترکیې د سراج د قواوو څخه د »کورکوت« په نامه هوايي ضد ټانکو تر څنګ د "Bayraktar TB2" په نامه بې پیلوټه الوتکو باندي هم مجهز کړ.

دغه الوتکي چي »بایکار مکینا« شرکت تولید کړي دي، په اوس وخت کي د ترکیې د جنګي صنایعو تر ټولو کامیابه محصول کي راځي.

د »اسرائیلو دفاع« اسرائیلۍ مجلې هم پروسږکال دغه ډرون »په خپل ذات کي تر ټولو ښه« بللې وې. عربي رسنیو هم خبر ورکړی وو، چي انقره په سوریه کي د خپلو بریالیتوبونو یوه برخه په دغو الوتکو کي ویني.

د ترکیې پوځ له ۲۰۱۴م کال راهیسي دغه الوتکي د کردانو سره د مبارزې په لار کي په کار وړي. د شپیګل انلاین په حواله په اوس وخت کي ترکیه یوازنی هیواد دی، چي له دغو الوتکو څخه په خپله خاوره کي کار اخلي او د هغو څخه یې د کردانو د غورځنګ )پي کې کې( په ځپلو کي ډير بریالیتوبونه په لاس راوړي دي.

مجله همدرانګه لیکي، چي کردي قواوي په سختی سره کولای سي د ترکیې په جنوب کي فعالیت وکړي، ځکه چي ددغو الوتکو په واسطه ډیر ژر پیژندل کیږي.

د اردوغان د زوم رول

د »بایکار مکینا« شرکت هم ددغو الوتکو په تبلیغاتي اعلاناتو کي وايي، چي د ترکیې پوځ په سوریه او عراق کي ترې کار اخلي. په دغو اعلاناتو کي د الوتکو ازمايښتي پروازونه، بم اچول او انفجارات ښکاره کیږي.

د دغو ترکي بې پيلوټه الوتکو د جوړولو یو مهم شخصیت د ترکیې د جمهوررئیس زوم، سلجوق بیرقدار دی، چي د امریکا د متحده ایالاتو د یوه پوهنتون د ممتازو محصلینو د فارغ التحصیلانو له جملې څخه دی او د ترکي بې پیلوټه الوتکو د پلار لقب یې وړی دی.

د امریکا او اسرائیلو کومکونه

د نظامي مسایلو کارپوه، دن ګتینجر په هغو څیړنو کي چي په ۲۰۱۹م کال کي یې »د بې پیلوټه الوتکو د اطلاعاتي بانک« په نامه نشر کړي دي، ویلي دي چي ترکیه په دې اخرو کلونو کي د دغو الوتکو د جوړولو په لار کي په یوه مهم صنعتي هیواد باندي تبدیل سوی دی.

شپیګل انلاین هم لیکلي دي چي ترکیې په اول سر کي د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په لار کي د امریکا او اسرائیلو له  تکنالوژۍ څخه کار اخيست، خو له واشنګټن سره تر اختلافاتو وروسته انقرې تصمیم ونیو چي په دې لار کي پر خپلو پښو ودریږي.

اروغان په وارو وارو اعلان کړی دی، چي هیواد به یې تر ۲۰۲۳م کاله پوري د جنګي تجهیزاتو د لسو تولیدونکو او صادرونکو هیوادو په ډله کي راسي. هغه څو میاشتي مخکي وویل، چي ترکیه خپل۷۰ سلنه جنګي تجهیزات پخپله تولیدوي.