1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه په سلونو غيرقانوني افغان مهاجر اخراجوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

ترکيه غواړې نژدې ۶۰۰ سوه غيرقانوني افغان مهاجر کابل ته اخراج کړي. د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل چې دغه اخراجونه د ترکيې له ختيځ څخه ترسره کيږي چې لړۍ به يې ډير ژر په نورو ولايتونو کې هم پيل شي.

https://p.dw.com/p/2vfjD
Türkei Küstenwache fängt Flüchtlinge ab
د آرشيف انځورانځور: picture alliance/AA/B. Akay

د ترکيې د کورنيو وزارت په دې اړه ويلي دي: «دغه افغان مهاجرو په افغانستان کې د تروريستي فعاليتونو او اقتصادي ستونزو له امله د ايران له لارې دغه هيواد ته ځانونه رسولي دي» او زياتوي چې چې امنيتي ځواکونو هغوی د ولايت سيميزو چارواکو ته سپارلي دي.

د ورويټرز خبرې آژانس له انقرې څخه ليکې چې د ترکيې په ختيځ ولايت ارزروم کې چارواکو د ۵۹۱ تنو افغان مهاجرو د اخراج مقدماتي چارې بشپړه کړې دي. د خبرځای په وينا کابل ته د دغو افرادو د اخراج پروازونه به د شنبې او يکشنبې په ورځو (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۷مه او ۸مه نېټه) ترسره شي.

رويټرز د ترکيې د کورنيو چارو وزارت له خوا د يو خپور شوي بيان له قوله وايي: «په نورو ولايتونو کې د غیرقانوني مهاجرو د اخراج کاري بهير په بشپړيدو سره به هلته هم د اخراج لړۍ چټکه او په راتلونکو ورځو کې به ادامه پیدا کړي.»

د بشر حقونو سازمانونو د ترکېې پر دغه اقدام نيوکې کړي دي او ويلي دي چې د افغانستان په څير په جګړه کې ښکيل هيوادونو ته اخراج، د انسانانو ژوند د مرګ له خطر سره مخ کوي.

په عين وخت کې د حريت په نامه ورځپاڼې روانه اوونۍ رپوټ ورکړی وو چې په وروستيو مياشتو کې په زرونو افغان مهاجر ترکيې ته رسیدلي. رپوټ کې زياته شوې ده چې دغو افرادو په ورځو ورځو په پښو مزلونه کړي دي چې تر څو يې خپل ځانونه د ارزروم ولایت ته رسولي دي.

افغانستان یو له هغو هيوادونو څخه شميرل کيږي چې حاضردمه په کې خونړۍ جګړه او تروريستي پيښې ادامه لري. د روان کال په جنورۍ مياشت کې په پلازمينه کابل کې د ېوې بمي چاودنې په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول. کابل حکومت په وار وار د افغانستان د خلکو د امنيت ټينګولو ژمنې کړي او ترڅنګ يې وسلوالو طالبانو سره هم د سولې او مذاکراتو غږ پورته کړی دی.

دا هم زموږ له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: