1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکي پوځ په سوریه کې د داعش مورچلې په نخښه کړي

۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې د جنگیالیو له لوري له سوریې څخه د پولې بلې غاړې ته د راکټي بریدونو وروسته د ترکیې پوځ ځوابي ډزې کړي دي. دغې ډلې په تیرو ورځو کې د ترکیې پولې ته څیرمه د سوریې په خاوره کې پرمختگ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1ITs0
Türkei Untersuchung verdächtige Tasche in Istanbul, Taksim-Platz
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/Zuma Press/S. Avci

د ترکیې په سویلي پولې وروسته له هغې جگړې ادامه لري چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» جنگیالیو له سوریې څخه د ترکيي پر کیلیس نومې سیمې باندې د توغندیو بریدونه وکړل.

د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولو د رپوټ له مخې دغه توغندي په یوه میلمستون او د سرویسونو تمځای ته څیرمه په یوه خالي ځای کې لیگیدلي دي. زیاته شوې ده چې د بریدونو په پایله کې دوه تنه سخت ټپیان شوي دي. د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغې تاوتریخوالي په غبرگون کې چارواکو د مهاجرو د ماشومانو له پاره یوه سرپناه خالي کړې ده.

په کیلیس کې همدا تیره اوونۍ هغه مهال توغندي لگیدلي وو چې د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ تر بیرغ لاندې جنگیدونکي سوریایي پاڅون کونکي له اسلامي دولت یا داعش سره په جگړه بوخت وو.

روانه جگړه

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۱۱مه نېټه) اسلامي دولت، ډلې د ترکیې پولې ته څیرمه د سوریې په خاوره کې د هغې سیمې د بیرته نیولو ادعا کړې ده چې څو ورځې تر مخه ترې پاڅون کوونکو پر شا کړي وو. د الرای سیمه چې د ترکیې له پولې ډیره وړاندې نه ده، ترکیې ته د اکمالاتو یوه له اصلي لارو شمیرل کیږي.

په عین وخت کې نړیوالې ټولنې هیله ښوولې چې د سوریې کړکیچ ته یوه سوله ییزه حل لاره ومومي. د دغه کړکیچ په هکله د سولې خبرې اترې بیرته د چهارشنبې په ورځ پیلیږي.

په عین وخت کې د رپوټونو له مخې د سوریې مرکزي ښار حمص ته څیرمه د یوې روسۍ څرخي الوتکې د رالویدو له کبله د هغې دوه روسي پيلوټان وژل شوي دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه څرخي الوتکه نه ده ویشتل شوې.