1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکمنستان افغانستان ته د بریښنا صادرولو بریښنا کوټ پرانیستی

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ته د بریښنا د صادرولو په موخه له ګازو څخه د توليد ستر بریښنا کوټ پرانیستی دی. ټاکل شوې په کلني ډول به افغانستان او پاکستان ته درې میلیارد کیلوواټ ساعته بریښنا صادره شي.

https://p.dw.com/p/34ZPg
Strommast bei Sonnenuntergang mit Windrädern und Kernkraftwerk
انځور: Fotolia/Thorsten Schier

د ترکمنستان دولتي تلویزیون د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۸مه نیټه» رپوټ ورکړی چې د ګازو پر مټ چلیدونکی دغه بریښنا کوټ د دې هیواد په ماري سیمه کې رغول شوی او ټاکل شوې چې له دې لارې به ګاونډي هیواد افغانستان او د افغانستان له لارې پاکستان ته په ملیاردونو کیلوواټ ساعته بریښنا صادره شي.

د افغانستان په ګاونډ کې پروت د مرکزي آسیا په هیوادونو کې د ګازو د سرچینو غني دغه هیواد غواړي چې د ۱،۲ میلیاردو په ارزښت د دغه بریښنا کوټ له لارې خپل اقتصاد غښتلی کړي. د ترکمنستان اقتصاد تر ډیره پورې د دې هیواد د ګازو پر عایدو باندې تکیه کوي.

Turkmenistan TAPI Gaspipeline Projekt
انځور: ARG

د ترکمنستان اقتصاد په تیرو کلونو کې وروسته له هغې له ستونزو سره مخ شو، کله چې روسیې له دغه هیواد څخه د ګازو رانیول ودرول. په دې وروستیو کلونو کې دغه هیواد د خپل اقتصادي وضعیت د پیاوړي کولو له پاره یو لړ هڅې پیل کړي دي. له دې جملې څخه دغه هیواد په تیره مې میاشت کې د کسپین په سمندر کې یو بندر هم رغولی.

سربیره پر دې ترکمنستان د ټاپي سترې اقتصادي پروژې له پاره هم میلیونونه ډالر پانګونه کوي چې پرمټ به یې له دغه هیواد څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته طبیعي ګاز صادر شي.