1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«ترمپ پر ایران د برید امر ورکړ؛ خو بیا یې ورته مخه ونیوله»

۱۳۹۸ خرداد ۳۱, جمعه

نیويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې ورځ په سهار د ايران پر يو شمير پوځي مرکزونو باندې له برید سره موافقه وکړه، خو د همدې ورځ په ماښام بیا له دې پریکړې پر شا شو.

https://p.dw.com/p/3KomQ
USA Spannungen mit dem Iran | Trump, Pompeo und Bolton
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د نيويارک ټايمز امریکایي ورځپاڼې لیکلي دي چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې ورځې په سهار (جون ۲مه) د امنيتي او د کنګرې لوړپوړو چارواکو سره يوه غونډه لرله. دغه غونډه د ايران له خوا د يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د نسکوريدو په غبرګون کې جوړه شوې وه چې ترمپ په کې د ايران پر څو پوځي مرکزونو باندې د حملو له ترسره کولو سره موافقه وکړه، خو وروسته بیا له خپلې پریکړې پر شا شو.

د دې ورځپاڼې په رپوټ کې چې د یو شمیر لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله لیکي دي چې امریکایي بم اچوونکي الوتکې په آسمان او جنګي بیړیو کې د آماده باش په حالت کې وې خو د پنجشنبې په ماښام د دغې حملې د توقف امر ورکړل شو.

د رپوټونو پر اساس، ترمپ او د ګنګړې غړو د پنجشنبې ورځې په سهار د سپينې ماڼۍ د «وضعيت په خونه» کې يوه ځانګړې غونډه لرله. دغه غونډه چې ويل کيږي ۹۰ دقيقې يې دوام وکړ، په کې نانسي پلوسي، ميچ مک کنل، شامر، د کانګرس د اطلاعاتو او دفاع کميټې مشرانو او د اطلاعاتي سازمانو رئيسانو ګډون کړی وو. نيويارک ټايمز ليکي چې په دغې ناسته کې د موضوع په تړاو د ترمپ او د کانګرس لوړپوړو چارواکو او امنيتي ارشدو مشاورينو تر منځ سخت بحثونه رامنځ ته شول.

په پام کې وو چې د پنجشنبې په ماښام د ايران د رادار او دفاعي سيستم په څیر پر يو شمير پوځي مرکزونو باندې حملې وشي. دا چې دغه حملې ولې ودرول شوې او يا راتلونکې ته ځنډول شوي، په اړه يې رپوټ کې څه نه دي ويل شوي.

دغه رپوټ د امريکا متحده ايالتونو د هغو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حواله ليکل شوی چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود او يا يې په اړه معلومات درلودل. سپينې ماڼۍ او د امريکا دفاع وزارت یا پنټاګون د نيويارک ټايمز دغه رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښولی. د دې ټولو سره سره يې د دغه رپوټ د نه خپرولو له پاره کومه هڅه هم نه ده کړې.

په عين وخت کې د امريکا د هوانوردي فدرالې ادارې (FAA) د پنجشنبې ورځ د فارس او عمان خليج پر سر په امريکا کې د ثبت شویو الوتکو پروازونه ممنوع کړل.

په دې اړه فرمان وروسته له هغې صادر شو چې هرمز تنګي ته نزدې د امريکا د يوې بې پيلوټې الوتکې د نسکوريدو له امله د امريکا او ايران تر منځ جنجالونه ډير شول.

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغې ادارې اعلان کړی دی چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د پوځي شخړو زياتيدل کولی شي سوداګريزو الوتکې له خطر سره مخ کړي. د امريکا د هوانوردۍ فدرالي ادارې فرمان ټولو هغو الوتکو له پاره دی چې په امريکا کې ثبت شوي دي.

د امريکا پوځ «ګلوبل هاواک» يوه بې پیلوټه الوتکه د پنجشنبې ورځ په سهار (جون ۲۰مه) په فارس خليج کې د ايران د سپاه پاسدارن له خوا په يوه توغندۍ وويشتل او رانسکوره شوه.

په سيمه کې د امريکا د پوځي قومندانۍ مرکز (ستنکام) وايي چې دغه الوتکه په داسې وخت کې ويشتل شوې چې د هرمز په تنګي يې پرواز کوه او د ايران هوايي حريم ته نه وه دننه شوې. خو ايران بيا وايي چې امريکايي الوتکه د دوي په هوايي حريم کې هدف وګرځول شوه.

ks/ms