1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ولي افغانستان ته د پيلوسي د سفر مخه ونيوله؟

۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعه

په امريکا متحدو ايالاتو کي د بودجې پرسر اختلاف اوس تر فردي سطحې پوري رسېدلی دی. د بودجې پر سر جنجال ته په کتو سره ولسمشر ترمپ افغانستان ته د ننسي پيلوسي سفر لغو کړی دی.

https://p.dw.com/p/3BlLb
Kombobild Pelosi vs Trump

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په يوه پوځي الوتکه کي افغانستان ته د ديموکراتانو د مشري سياستوالي ننسي پيلوسي سفر لغو کړی دی.

ترمپ د پنجشنبې په ورځ د خپل هيواد د استازو مجلس نوموړې رئیسې ته په لېږل سوي ليک کي ليکلي دي: «زه ډير متاسفم يم چي تاسو ته وايم چي، د بودجې پر سر اختلاف په خاطر بروکسل، مصر او افغانستان ته دغه سفر ځنډول سوی دئ».

هغه زياته کړې ده، هغو ۸ لکه امریکايانو ته په کتو سره چي د بودجې پر سر جنجال په خاطر معاشونه نه لري، په يقين سره چي ديموکراتان به هم له دغه اقدام سره موافق وي.

هغه ليکلي دي چي دغه ۷ ورځنی سفر کيدای سي هغه مهال بيرته پلان سي چي د «بودجې پر سر جنجال» ختم سي. ترمپ زياته کړې ده چي دا روښانه ده چي پيلوسي آزاده ده چي په يوه ملکي الوتکه کي سفر وکړي.

د ديموکراتانو دغي سياستوالي غوښتل چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو ليدلو ته د امريکا د پوځ په يوه الوتکه کي سفر وکړي. هغه هوايي ډگر ته پر لاري وه چي د پرواز د لغو کيدو خبر ورکړل سو.

د پيلوسي يوه وياند پر ترمپ تور لگولی دی چي د سفر خصوصیت یې غلط تعیبر کړی. هغه ويلي دي چي دغه سفر د یوې اوونۍ له پاره نه، بلکي یوازي د اوونۍ د پای(دوو ورځو) له پاره پلان سوی وو.  هغه زیاته کړه چې مصر ته سفر په پلان کي نه وو او په بروکسل کي د الوتکي ناسته اړينه وه، څو پيلوټانو ته د وقفې زمينه برابري سوې وای.

سپيني ماڼۍ هغه خبره رد کړې ده چي گويا دغه اقدام د هغي غوښتني څخه د غچ اخیستې په توگه سوی چي پيلوسي له ترمپه کړې وه چي د رواني مياشتي په پای کي په کانگرس کي د ملت د وضعيت په اړه وينا بل وخت ته واړوي.

د ديموکراتانو يوې وکيلي ايلين لوريا د ولسمشر پر دغه اقدام باندي سختي نيوکي کړي دي. هغې ويلي دي چي د امريکا د وسله وال پوځ څارنه د کانگرس کار دی. «دا د ولسمشر له پاره نامناسبه ده چي زموږ د قانوني کارونو مانع گرځي».

د جمهوري غوښتونکو سناتور ليندسي گراهام چي د بودجې پرسر اختلاف په برخه کي يې د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ د منځگړي رول پر غاړه اخيستی دی، هم د ترمپ دغه اقدام «نامناسب» بللی. هغه په عين حال کي پر پيلوسي هم نيوکي کړي چي گويا د هيواد د وضعيت په اړه په کانگرس کي د ترمپ وينا له ځنډولو څخه سياسي استفاده وکړي.

په امريکا متحدو ايالاتو کي د بودجې پرسر اختلاف په سبب ولسمشر ترمپ په داوس کي په نړيوال اقتصادي فورم کي د گډون په موخه خپل سفر هم لغو کړی دئ. د ترمپ وياندي سارا ساندرس د پنجشنبې په ورځ وويل چي سويس ته هم د امريکا د استازو سفر لغو سوی دئ.

دا لومړی وار دی چي د امريکا په تاريخ کي د بودجې پرسر اختلاف دومره زيات وخت دوام کوي. له تقريباً څلور اوونیو راهيسي بودجه بنده ده او نژدې ۸ لکه انسانان معاشونه نه لري.

دغه جنجال له مکسيکو سره په سرحد کي د ديوال پورته کولو پر سر رامنځ ته سوی دئ. ترمپ د دغه ديوال د پورته کولو پاره د ۵،۷ ميليارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده، خو ديموکراتان ئې نه مني.