1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزادي

ترمپ د ټولنیزو رسنیو «نه کنترول کيدونکې ځواک» محدودوي

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

د امريکا جمهور رئیس له ټويټر سره په شخصي رامنځ ته شوې جنجال کې غواړې د دغې شبکې او نورو ټولنيزو شبکو پر ضد اقدام وکړې. هغه دغه شبکې د بيان د آزادۍ په ځپلو تورنوي او غواړې د دغو شبکو له څارنې څخه معافيت پای ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/3cz6m
Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئیس دونالد ترمپ ټولنیزې رسنۍ په خاصه توګه ټويټر چې په خپله هم ترې ډير کار اخلي، تورن کړې چې د «بيان آزادې په بشپړه توګه ځپې.»

له همدې کبله هغه غواړې چې په يو نوي فرمان سره د دغو ټولنيزو شبکو اختيارات زيات ښه تنظيم کړي.

ترمپ په سپينه ماڼۍ کې يو فرمان لاسليک کړی، چې د مجازي شبکو د قانون ۲۳۰ مې مادې ته بیا کتنه وشې. د دغه قاعدې له مخې چې د ۱۹۹۶م کال د تصويب شوې قانون يوه برخه ده، دا پکي ذکر شوې چې انترنتی شبکې څوک نه شې کولې د کار اخيستونکو له خوا د خپاره شوي کمنټونو او ويديوګانو محتوا له کبله، تر پوښتنې ګرويږني لاندې راولې.د دغې مادې له مخې ټولنيزې شبکې لکه ټويټراو فیسبوک اجازه لرې د ځانګړې محتوا يا کاراخیستونکو پر ضد عمل وکړې.

ترمپ: دغه شبکې د سانسور له پاره نه کنترول کيدونکی ځواک لرې

د امريکي متحده ایالاتو عدلي چارو وزیر ويليام بار، څرګنده کړه چې دغه ماده باید حذف نه شې، بلکي له سره سمښت پکي راشې. هغه زياته کړه چې دغه ماده تر ډيرې کچې د خپل هدف تر پيله پراخه شوې.

ترمپ ټينګار وکړ چې د هغه موخه د بیان آزادي او د دیموکراسي حفاظت دی، چې ټولنيزې سترې انترنتې شبکې د کاراخيستونکو په اړه «نه کنترول کيدونکې ځواک»لري. دوی کوښښ کوي هغه څه چې د دوی په خوښه نه وې وځپې «بايد هغوي ته دغه اجازه ورنه کړو.»

Screenshot | Twitter versieht Trump Post mit Fact Checking Link
انځور: Twitter

جمهورریس زياته کړه:«دغه ډول سانسور او وړاندوینې، زموږ د آزادۍ له پاره يو ګواښ دې.» ترمپ تمه لري چې د هغه د دې اقدام پروړاندي به اقامه دعوي وشې، خو هغه هوډ لرې چې دغه کار عملې کړي.

د ترمپ دغه اقدام د سه شبنې په ورځ د ټويټر شبکې پريکړي ته غبرګون دې. ټويټر شبکې په لومړي ځل د امريکا متحده ايالاتو د جمهوررئیس دوه ټويټري پيغامونه تر حقيقت ارزوني لاندي ونيول او ويې ليکل چې د ترمپ دغه ادعا چې ګواکې پوستې رای ورکونه د تقلب سبب کيږې، ناسمه او بې بنسټه ده.

تر هغه وروسته ترمپ، د تويټر شبکه په دې تورنه کړه، چې غواړې د نوامبر مياشتې په ولسمشريزو انتخاباتو کي مداخله وکړې. هغه د چهارشنبې په ورځ وليکل چې جمهوري غوښتونکې سیاستوال محسوسوي چې:«ټولنيزي رسنۍ غواړې د محافظه کارو غږونه په بشپړه توګه چوپ کړې»

ترمپ په يو ټويټرې پيغام کې وليکل:«موږ غواړو چې هغوی سخت قاعده مند او يا مسدود کړو، مخکې له هغې چې موږ هغوي ته اصلاً د دغه ډول کړنو اجازه ورکړو.»