1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: سيمې ته د اضافي ځواکونو ليږد دفاعي جنبه لري

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

ترمپ يو ځل بيا د ايران مشران له تروريزم سره په همکارۍ تورن کړل او منځني ختيځ ته يې د ۱۵۰۰ نویو ځوکونو د لیږدولو اعلان وکړ. خو یو شمیر پخوانیو پوځي قوماندانانو هغه ته د ایران او واشنګټن د کړکیچ پراخیدو له کبله ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/3J4Dw
USA Donald Trump vor Abreise nach Japan
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

امريکا له ايران سره د کړکيچ له پراخیدو سره په سيمه کې نور ځواکونه ځای پر ځای کوي. د متحده ايالاتو ولسمشر وايي چې ۱۵۰۰ نوي ځواکونه به تر هر څه مخکې دفاعي او حفاظتي رول ولري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د دغه تصميم له اعلانولو سره يو ځل بيا د ايران مشران په نړۍ کې د تروريزم پر خپرولو تورن کړل. هغه وويل: «زه فکر نه کوم چې ايران دې له موږ سره د جګړې او مخامخیدو نیت ولري.»

هغه په عين وخت کې ټينګار وکړ چې ايران ته باید اجازه ور نه کړل شي چې اتومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر له دغې پریکړې څخه يوه ورځ مخکې ويلي وو چې هغه پر موجوده کړکیچ سربيره سيمې ته د نویو ځواکونو د استولو اړتيا نه ويني‌.

د امريکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان، په دې تړاو ويلي چې دغه نوي دفاعي ځواکونه د هغو قواوو برخه ده چې همدا اوس په منځني ختیځ کې مستقر دي. هغه وویل: «زموږ دنده کنټرول دی، نه جګړه.»

په منځني ختيځ کې د اضافي امريکايي ځواکونو د ځای پرځای کيدو طرحه، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د می ۲۳مه) د پاتريک شاناهان له خوا له رسنیو سره شریکه شوه. خو هغه د نوو عسکرو د شمير په اړه څه  نه وو ويلي.

ترمپ ته د پخواني امريکايي پوځيانو خبرداری

په عين وخت کې د امريکا د پوځ ۷۶ تنو متقاعدو افسرانو په يوه ليک کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، ترمپ ته له ايران سره د مخ پر ډيريدونکي کړکيچ په هکله خبرداری ورکړی دی. د دغه ليک ليکونکي وايي: «د امريکا په پوځ او ديپلوماتيکو سرويسونو کې د ملي امنيت د متخصصو او د پراخو تجربه لرونکو کسانو په توګه، موږ د دې شاهد پاتې شوي يو چې دغه ډول کړکيچونه څرنګه له کنترول څخه وځي.»

د امريکا پوځ د پخوانيو افسرانو په ليک همدا راز راغلي چې د امريکا او ايران تر منځ د مخامخ اړيکو  نشتوالی هغه هم په داسې حال کې چې دواړه خواوې يو بل ته د شديدو الفاظو کارونه کوي،ممکن دی چې د تمې خلاف پر ېوې پوځې جګړې واړوي.

د امريکا د پوځ پخوانيو افسرانو په پاي کې له ترمپ څخه غوښتي چې د امريکا او په سيمه کې د امريکا د متحدانو د ګټو د خوندي ساتلو په موخه، له عاقلانه او محتاطانه سياست څخه کار واخلي او د يوې غيرضرورې پوځې جګړې پر ځای دې يرغليزه پاليسې انتخاب کړي.

له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، په راتلونکې اوونۍ کې له خپل آلماني سيال او د دې هیواد له صدراعظمې سره د ليدو په موخه آلمان ته سفر کوي. دغه سفر چې په پام کې وو د می مياشتې په ۷مه نیټه ترسره شي خو د واشنګتن او تهران تر منځ د کړکيچ د زياتيدو له کبله لغوه شو.

پمپيو تر دې مخکې هغه وخت آلمان ته خپل سفر لغو کړی وو چې د تهران او واشنګتن تر منځ شخړو زور واخيست او واشنګتن خپله «لينکلن» نومې جنګي بيړې د فارس خليج ته واستوله. پمپیو بیا د آلمان پر ځای عراق ته سفر کړی وو.

ويل شوي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير به د آلمان تر سفر وروسته، سويس او هالند ته هم سفر وکړي او په پای کې به په لندن کې له ولسمشر ترمپ سره يوځای شي. په پام کې ده چې دونالد ترمپ په راتلونکو ورځو کې بريتانيا ته يو رسمي سفر وکړي.

ms/ks (ap)