1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ سعودي عربستان ته د وسلو د پلور ممنوعیت ویټو کړ

۱۳۹۸ مرداد ۳, پنجشنبه

سپینې ماڼۍ سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته د امریکا د وسلو د پلور ممنوعیت ویټو کړی. ولسمشر ترمپ ویلي چې دغه دوه هیوادونه د ایران د شیطاني فعالیتونو پر وړاندې یو دفاعي دیوال دی.

https://p.dw.com/p/3Minw
USA Treffen Präsident Trump mit Prinz Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/dpa/K. Dietsch

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دې هیواد د کانګرس درې وړاندیز شوې قطعنامې ویټو کړي چې له مخې یې سعودي عربستان ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکايي وسلو د صادراتو مخه نیول کیده. د امریکا په کانګرس د دې اقدام ملاتړ یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو هم کوه.

تیره میاشت، هغه وخت چې سعودي عربستان ته د ۸،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د صادراتو موضوع اعلان شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، وویل چې حکومت به د ملي امنیت بیړني حالت له اعلانولو سره د کانګرس دغه ارزونه له پامه وغورځوي. پمپيو د بیړني حالت د اعلانولو د توجیه په برخه کې وویل چې د دې کار دلیل د ایران احتمالي ګواښ په ګوته کیدلی شي. په منځني ختیځ کې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د ایران یو له اصلي مخالفینو څخه شمیرل کیږي.

د امریکا په پارلمان کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ایلیوټ اینجل، دغه کار د کانګرس پر مخ د یوې «څپیړې» په توګه غندلی او د ترمپ پر اداره یې تور پورې کړی چې ایران د یوه «آسانه دلیل» په توګه کاروي.

ډیرې وسلې، کم ملکي تلفات؟

وروسته له هغې چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د سعودي عربستان استخباراتي مامورینو د واشنګټن پوسټ خبریال او د سعودي د نظام منتقد جمال خاشقجي، په ترکیه کې وواژه، په امریکا متحده ایالاتو کې دغه شاهي هیواد او متحدینو ته یې د وسلو صادرات پر یوې حساسې موضوع اوښتې ده. په ورته وخت کې سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو چې د ایران له لوري یې ملاتړ کیږي، یو له سختو مخالفینو څخه دي او له دوی سره د جګړې د یوه ائتلاف رهبري په لاس کې لري. ملګري ملتونه بیا وايي چې په یمن کې دغې شخړې د بشریت تر ټولو ستر ناورین رامنځ کړی دی. د ملګرو ملتونو د چارواکو په خبره، په یمن کې شاوخوا لس میلیونه انسانان د خوړو له سخت کمښت سره لاس او ګریوان دي.

Symbolbild: Abstimmung im US Kongress
انځور: Getty Images/C. Somodevilla

د چهارشنبې په ورځ ولسمشر ترمپ په یوه لیک کې د خپلې ویټو د توضیح په هکله لیکلي: «د امریکا د دقیقه نخښه ویشتونکو له وسلو پرته به کم نه بلکه لا ډیر ملکي تلفات رامنځ ته شي.»

په دې لیک کې د امریکا ولسمشر سعودي عربستان او متحده عرب امارات په سیمه کې د ایران د نیابتي جګړو او همدا راز د ایران د فعالیتونو پر وړاندې یو دفاعي دیوال بللي دي. د ترمپ په لیک کې وړاندې راغلي چې [سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته] د وسلو نه خرڅلاو به «د امریکا نړیوال رقابت کمزوری کړي او له خپلو متحدینو او ملګرو سره به زموږ ارزښتناک ملګرتیا ته زیان ورسوي.»

سعودي عربستان اوسمهال په ټوله نړۍ کې تر ټولو ډیر د امریکا متحده ایالاتو جوړې شوي وسلې رانیسي. په سټاکهولم کې د سولې د څیړنې د نړیوال انسټیټیوټ په حواله سعودي عربستان د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸م کلونو په ترڅ کې له امریکا متحده ایالاتو څخه د شاوخوا ۱۱،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلي اخیستي دي. په ورته وخت کې د ۲۰۱۵م کال راهیسې، امریکا متحده ایالات د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ته لوجیستیکي خدمات هم وړاندې کوي.  

(dpa, ap, afp) kh/ms