1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ترکیې پر وړاندي بندیزونه اعلان کړل

۱۳۹۸ مهر ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې پر ترکيې بندیزونه وضع کړل. دونالد ترمپ خپل دغه ګام »د سوریې په شمال کې د ترکیې د بې ثباته کوونکو اقداماتو« د غبرګون په توګه مدلل کړی.

https://p.dw.com/p/3RI8y
USA Trump kündigt Sanktionen gegen Türkei an
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balce Ceneta

په واشنګټن کې د مالیې وزارت خبر ورکړی دی چې د ترکيې پر وړاندې وضع شوي بندیزونه په رسمي توګه نافذ شوي دي.

زیاته شوې ده چې له دغو بندیزونو د دوو وزارتونو تر څنګ درې وزیران هم اغیزمنیږي: د دفاع وزیر هلوسي اکار، د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او د انرژۍ وزیر فتح دونمېڅ. دغه اقدام احتمالاً په متحده ایالاتو کې د دغو وزیرانو شتمنۍ کنګل کوي او پر دې سربیره ورسره پر مالي معاملاتو بندیز وضع کوي.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پينس په واشنګټن کې ویلي دي چې ولسمشر ترمپ ده او د ملي امنیت سلاکار روبېرت اوبراین، ته دنده سپارلې ده چې په ترکیه کې مذاکرات تر سره کړي، څو د سوریې په شمال کې »وینې بهیدو« ته د پای ټکی کښېښودل شي.

تر دې لږ څه دمخه د متحده ایالاتو د ولسمشر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ول چې په لنډه موده کې به د ترکیې د اوسنیو او پخوانیو استازو پر وړاندې د بندیزونو امر وکړي.

په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي ول چې »د سوریې په شمال کې د ترکیې بې ثباته کوونکو اقداماتو له کبله« متحده ایالات له ترکیې سره د ۱۰۰ میلیارده ډالرو په حجم د تجارتي تړون په هکله مذاکرات دروي او د ترکیې پر فولادو ګمرکي تعرفي له ۲۵ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړوي.

Syrien Tal Tamr Syrische Armee trifft in Kurdengebieten ein
د سوریې دولتي ځواکونه تل تمر، ته رسیدلي ديانځور: AFP via Getty Images

د ترمپ له لوري په خپره شوې دغه بیانیه کې یو ځل بیا د ترکیې د اقتصاد د له منځه وړلو ګواښ شوی وو، که چیري د ترکیې مخکښ سیاستوال پر دغه خطرناکه او ویجاړونکي لار پر مخ ولاړ شي.

د متحده ایالاتو حکومت تیره اوونې له ترکیې څخه غوښتي ول چې د کردي ولسي واحدونو پر ضد له عملیاتو څخه ډډه وکړي.

دغه عملیات د تیرې چهارشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي دي چې تر اوسه ادامه لري او د ناټو دغه غړي هیواد ته متحده ایالاتو څو وارې خبرداری ورکړی وو.

د متحده ایالاتو ولسمشر د ترکیې د پوځي عملیاتو تر پیلیدو لږ مخکې له دغې سیمې د امریکایي ځواکونو په وتلو سره عملاً د ترکیې پوځي عملیاتو ته لاره هواره کړه چې ترمپ پخپله د خپل ګوند په لیکو کې له انتقاد سره مخامخ شو.

خو ترمپ اوس ویلي دي چې پوځي عملیات په سیمه کې ملکیان، سوله، امنیت او ثبات له خطر سره مخامخ کوي. د هغه په خبره ترکیه باید د ترهګري ډلې داعش پر ضد شوې جګړه کې تر لاسه شوي بریاوې له خطر سره مخامخ نه کړي.

پر دې سربیره باید ترکیه د ملکیانو، ایتنیکي او مذهبي لږکیو خوندیتوب په لومړیتوبونو کې راولي.

شمال ته د اسد ځواکونو رسیدل

په عین وخت کې د سوریې د واکمن بشارالاسد ځواکونه د دغه هیواد په شمال کې پرتو کردي سیمو پر لور د حرکت په حال کې دي. کردانو د ترکیې د یرغل پر وړاندې پخپله د اسد له ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

لکه څرنګه چې د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی دی دولتي ځواکونه له ستراتیژیک لحاظه مهم ښار منبج، تل تمر، رقه ته څیرمه طبقه، عین عیسی او نورو کردي میشتو سیمو ته ننوتي دي.

د سوریې د دولتي تلویزونو د رپوټ له مخې ځایي اوسیدونکو د «ګلانو په پاشلو» سره د هغوی هرکلی کړی دی او کردانو د اردوغان »پر ضد شعارونه« ورکول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ  په سوریه کې د کردي ملیشو پر ضد د پوځي عملیاتو د ادامې هوډ څرګند کړی دی.

sr/nz (dpa, rtr, afp)