1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ایران په اړه پر خپل سخت دریځ ټینګار کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د خپل فرانسوي سیال په حضور کې هم د ایران د مشرتابه په اړه پر خپل سخت دریځ باندې ټینګار وکړ. خو ماکرون بیا برعکس په څرګند ډول پخلاکیدونکی ښکارېد.

https://p.dw.com/p/2wcS3
USA Macron bei Trump PK
انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د ایران پر وړاندې د خپل حکومت پر سخت سیاسي دریځ باندې ټینګار کړی دی. د خپل فرانسوي سیال ایمانویل ماکرون سره په واشنګټن کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې هغه وویل چې ایران ته هیڅکله د اتومي وسلو د جوړولو اجازه ور نه کړل شي. د هغه په خبره تهران په منځني ختیڅ کې د ډیرو ستونزو تر شا لاس لري: «په منځني ختیڅ کې د ډیرو ستونزو تر شا د ایران د ګوتو نښانې لیدل کیږي.»

د می تر ۱۲ نیټې پورې باید د امريکا ولسمشر پریکړه وکړي چې آیا هیواد یې د ایران پر وړاندي بندیزونه ځنډوي کوي که نه. دغې پریکړې ته عملاً له ایران سره په شوي اتومي تړون کې د امريکا د پاتېدو په سترګه هم کتل کیږي.

د فرانسې ولسمشر ماکرون بیا برعکس له ایران سره د نوي اتومي تړون په هکله د خبرو اترو د چمتو کیدو زیګنال ورکړ. په سپينې ماڼۍ کې ماکرون په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې د یوه نوي تړون له پاره د لارې د هوارولو وخت رارسیدلی دی. د هغه په خبره په دې هکله باید د سیمي سیاسي قوتونه لکه روسیه او ترکیه خبرو اترو کې ښکیل شي. ماکرون وویل چې هدف باید په منځني ختیځ کې پایداره ثبات وي.

نړیواله ټولنه ډیرې هڅې کوي چې ترمپ له ایران سره د شوي اتومي تړون له لغو کیدو څخه راوګرځوي. د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې آلمان، فرانسې او بریتانيا له امريکا سره د یوه توافق پر چوکاټ باندې خبري کړي دي، چې د ترمپ نظر ته تغیر ورکړي. له مکرون سره تر خبرو اترو وروسته ترمپ وویل چې ښایي ژر «لږ تر لږه زموږ تر منځ» د ایران د تړون په هکله یو توافق رامنځ ته شي. د هغه په خبره په ۲۰۱۵م کال کې د ناټو ویټو حق درلودونکو پنځو هیوادونو متحده ایالات، چین، بریتانيا، روسیې او فرانسې او همداشان آلمان له ایران سره پر یو تړون توافق وکړ.

د دغه توافق له مخې ایران باید خپل اتومي پروګرام محدود کړي او په بدل کې یې باید زیاتره جزایي اقدامات بیرته لیرې کړی شي. دغه تړون چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی وو ترمپ، پرې تل د یوه خراب تړون په هکله نیوکه کړې ده. هغه په دغه تړون کې د بدلونونو غوښتنه کوي، ګنې امريکا به له دغه تړون څخه پر شا شي.

خو له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو راایستل بیا د ترمپ دریځ کمزوری کوي. په دغه خبري کنفرانس کې هغه پر خپل دې نظر ټینګار وکړ چې له دغه جګړه ځپلي هیواد څخه د امکان په صورت کې ژر خپل سرتیري راایستل غواړي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد عملیات ختموي.

هغه خپل دریځ په دې سره مدلل کړ چې ایران باید په سوریه کې د خپل نفوذ لمن پراخه نه کړي. ترمپ په عین وخت کې پر خپله دې غوښتنه ټینګار وکړ چې د سیمې هیوادونه باید د منځني ختیځ د امنیت له پاره پانګونه وکړي او خپل عسکر سوریې ته واستوي.

د جمعې په ورځ به د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د یوه اروپایي هیواد بله جګپوړي سیاستواله وي، چې په کاري سفر واشنګټن ته ځي.