1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تمه لرم سعودي به هم د اسرائیلو او اماراتو تړون کې شامل شي»

۱۳۹۹ مرداد ۳۰, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ تمه لري چې سعودي عربستان به هم د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ تیره اوونۍ په لاسلیک شوي تړون کې له ور شامليدو سره په راتلونکي کې له اسرائيلو سره نورمالې سفارتي اړيکي ولري.

https://p.dw.com/p/3hFLA
Bildkombo Mohammed bin Salman, Kronprinz Saudi-Arabien & Benjamin Netanjahu, Ministerpräsident Israel
انځور: Reuters/A. Levy & A. Cohen

له واشنگټن څخه د پنجشنبې په ورځ د رسېدلو رپوټونو په حواله د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دا څرگندونې د چهار شنبې (د اگست ۱۹ نيټه) په ماښام په سپينه ماڼۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې. له خبريالانو سره په خبرو کې له نوموړي څخه وپوښتل شول چې آیا هغه توقع لري چې سعودي عربستان به هم په راتلونکي کې د اسرئيلو او سعودي عربستان ترمنځ په شوي تړون کې شامل شي؟ د دې په ځواب کې ترمپ وويل: «هو زه تمه لرم.»

د اسرئيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ تړون له پاره منځگړيتوب هم ولسمشر ترمپ کړی وو. د دې تړون پر اساس اسرائيلو ژمنه کړې ده چې د اردن سيند د لويديځې غاړې نورې فلسطيني سيمې به د خپلې ارادې برعکس په خپل دولت کې نه شاملوي.

په دې تړون کې په عين حال کې په گډه د سيمې د يوه بل ځواک ايران د مخالفت ټينگار هم شوی وو. اسرائيل، امريکا او متحده عربي امارات ايران د منځني ختیځ سيمې له پاره يو ستر خطر گڼي.

اړونده موضوع:متحده عربي امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی

د سعودي عربستان دريځ

د پلازمينې رياض چارواکي لومړی يو څو ورځې د اسرائيلو او عربي اماراتو ترمنځ پر تړون غلي ول. بيا د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير لومړۍ رسمي تبصره د چهار شنبې په ورځ (د اگست ۱۹ نیټه) وکړه.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير ويلي ول چې هېواد یې له اسرائيلو سره د سولې د ټينگولو هوډ کړی دی چې بنسټ یې په ۲۰۰۲م کال کې د عربي هېوادونو له خوا منل شوی د سولې نوښت دی. 

Iran Ayatollah Ali Khamenei
ايران د اسرائيلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د تړون سره سخت مخالف ښوولی ووانځور: picture-alliance/Zumapress/Iranian Supreme Leader's Office

د نړۍ د يو شمير نورو اسلامي هېوادونو په څېر سعودي عربستان هم تر اوسه له اسرائيلو سره رسمي سفارتي اړيکي نه لري، ځکه چې دې هېوادونو تر اوسه اسرئيل په رسميت نه دي پيژندلی.

تر اوسه له اسرئيلو سره يوازې څلور اسلامي هېوادونه تړونونه لري چې په هغه کې ترکيه، مصر، اردن او اوس متحده عربي امارات شامل دي.

د عربي هيوادونو د سولې نوښت؟

سعودي عربستان ۱۸ کاله مخکې له يو شمير نورو عربي هيوادونو سره په گډه يو نوښت رامنځته کړ چې «د عربي هيوادونو د سولې نوښت» نوم ورته ورکړل شوی وو. د دې سند له مخې عربي هيوادونو اسرائيلو ته وړاندیز کړې وو چې که په ۱۹۶۷م کال کې د عربو او اسرائيلو د جگړې پر وخت له نيول شويو سيمو څخه په بشپړه توگه ووځي او په عين حال کې د فلسطنيانو يو رسمي دولت هم رامځته شي نو هغوی به له اسرائيلو سره اړيکو ټینگولو ته چمتو شي.

د سعودي عرب نوم اخيستل

ولسمشر ترمپ د چهار شنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې له ژورناليستانو سره د خبرو پر وخت وويل چې د اسرائيلو او عربي اماراتو تړون يو «ښه تړون» دی او «په دې کې داسې هيوادونه هم د شامليدو خواهش لري چې که تاسو یې نوم واورئ نو باور به ونه کړئ.»

ولسمشر ترمپ له اسرائيلو سره د اړيکو د نورمالولو له خواهش لرونکو دې هېوادونو څخه یې د سعودي عربستان پرته د بل کوم هېواد د نوم ذکر ونه کړ.

bs/nz (afp, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: