1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ترکیې ته د سختو اقتصادي عواقبو خبرداری ورکړ

۱۳۹۷ دی ۲۴, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د ترکیې پر وړاندې واضحه څرګندونې کړي دي. د ترمپ په خبره که چیري ترکیه د سوریې په شمال کې پر کردانو برید وکړي نو دغه هیواد باید پر سختو اقتصادي عواقبو حساب وکړي.

https://p.dw.com/p/3BUyk
USA Donald Trump
انځور: Reuters/J. Roberts

ترمپ د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې که چیرې ترکیه د سوریي پر کردانو برید وکړي، نو ترکیه به له اقتصادي لحاظه د ویجاړیدو له ګواښ سره مخامخ شي. خو ترمپ ویلي دي چې «په عین وخت کې نه غواړي چې کردان، ترکیه ولمسوي.» ترمپ پر دې سربیره د ۳۲ کیلومتره په ساحه کې د یوه امنیتي زون د رامنځ ته کیدو خبره هم کړې ده، خو په دې هکله یې هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړي.

ترمپ د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه له سوریې څخه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. دغه اعلان د کردي ملیشو دریځ کمزوری کړ، چې تر اوسه یي په سوریه کې د متحدو ایالاتو په ملاتړ د داعش پر ضد جګړه کوله.

د ترکیې غبرګون

د ترمپ تر څرګندونو څو ساعته وروسته د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین، د ټویټر په پیغام کې ولیکل چې د داعش یاغي ډلې، منع کړل شوی کردي کارګر ګوند (پي کې کې) او د سوریې د ولسي واحدونو (وای پي جي)، تر منځ کوم توپیر نه شته.

کالین د خپل ټویټر په پیغام کې دغه راز ویلي دي: «ترهګر ستاسو شریک یا متحد نه شي کیدای. ترکیه له متحدو ایالاتو انتظار لري چې زموږ ستراتیژیک شراکت ته درناوي وکړي». هغه ويلي دي چې نه غواړي دغه کار د ترهګرو د پروپاګند تر سیورې لاندې راشي.

اردوغان غواړي کردي ولسي واحدونه شنډ کړي

د سوريي په شمال کې کردي ولسي واحدونه (وای پي جي) د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې له لورې د حملې څخه اندیښنه لري. د انقرې حکومت د کردي ولسي واحدونو جنګیالي ترهګر گڼي او د منع کړل شوي کردي کارګر ګوند یوه څانګه یي بولي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ول چې ډیر ژر به «د سوریې په خاوره د دغې ترهګرې ډلې د شنډولو له پاره» په اقدام لاس پورې کړي.

د کردي ولسي واحدونو پر وړاندې د اردوغان څرګندونو ته په کتو سره د ترمپ امنیتي سلاکار جان بولتن، د امریکایي ځواکونو وتل، د ترکیې له لوري د کردي ځواکونو د خوندیتوب له ضمانت سره مشروط کړل. خو تیره اوونۍ ترکیې ته د سفر پر مهال د جان بولتن دغه غوښتنه په کلکه رد شوه.

د اوونۍ په پای کې د ترکیې پوځ د سوریې شمالي ولایت ادلب پر پوله د خپلو ځواکونو شمیر نور هم زیات کړ. خو امنیتي کړۍ نه غواړي چې په دې هکله څرګندونې وکړي چې آیا دا د پولې ور هاخوا د یوه ماموریت له پاره چمتووالی دی که نه.