1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ايران په له منځه وړولو گواښلی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو او ايران ترمنځ شخړي له وجې دمگړۍ په خليج کې وضعه هسې هم ډېره ترنگلې ده. خو اوس دونالد ترمپ يوه بله پارونه هم کړې او ايران ته یې واضح پېغام ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3IlRC
USA Washington - Donald Trump verkündet neue Einwanderungspolitik
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تويتر له لارې ويلي: «که ايران جگړه کول غواړي، نو دا به یې رسمي پای وي.» هغه زياته کړې: «امريکا متحده ايالات بيا هيڅکله ونه گواښئ.»

دونالد ترمپ دا واضح گواښونه په داسې يوه وخت کې کوي چې د ايران او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ ترينگلتيا خپل اوج ته رسېدلې ده. د امريکا متحده ايالاتو په «نزدې وخت کې داسې گواښونو» ته په کتو سره چې شواهد يا دلايل یې ډېر واضح نه دي، د می مياشتې په سر کې د خليج سيمې ته يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ، بم غورځونکي الوتکې او نور تجهیزات ليږدولي ول.

امريکا همدا راز پر ايران لگيدلي بندیزونه هم لا پسې کلک کړل. د دې په ځواب کې د ايران مشرتابه هم د ترمپ له خوا د نړيوال اتومي تړون د لغوه کولو د کليزې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به هم د دغه تړون ځېنې برخو ته نور ژمن پاته نه شي.

خو ايران له امريکا سره د يوې جگړې گواښ بې ارزښته گڼلی. د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د شنبې په ورځ وويل چې ايران له امريکا او يا د هغوی له سيمه ایزو متحدينو سره د وسله والې شخړې په لټه کې نه دی.

ظريف وويل: «موږ ډاډه يوو چې جگړه به نه کيږي ځکه چې نه هم موږ جگړه غواړو او نه دې هم نور څوک داسې فکر لري چې له ايران سره به په سيمه کې مخامخ شي.»

له مرگ څخه (نه) ويره

د ترمپ تر تويت مخکې د ايران د انقلابي گارد قوماندان هم د جگړې په اړه خپل نظر څرگند کړی وو. حسين سلامي ټينگار کړی وو چې که څه هم چې انقلابي گارد جگړه نه غواړي خو ويره هم ترې نه لري. هغه زياته کړې وه چې امريکايي عسکر د انقلابي گارد برعکس له مرگه ويره لري او دغه ډول دښمن ته «ماته ورکول آسان دي.»

Hossein Salami, Vizechef der iranischen Revolutionsgarde
د ايران د انقلابي گارد قوماندان حسين سلاميانځور: Tasnim

ترمپ پر ايران باندي د اتومي وسلو د جوړولو، د نزدې او منځني ختيځ د بې ثباته کولو او د ترهگرۍ د ملاتړ تورونه لگوي. سعودي عربستان هم شک کوي چې په دغه هېواد کې د تېلو پر تاسيساتو او د تېلو پر ټانکرونو د بريدونو تر شا هم د ايران لاس دی.

آلمان، فرانسه، بريتانيا، روسيه او چين د نړيوال اتومي تړون د لغوه کيدو پر ضد دي. خو هغوی په دې ونه توانيدل چې د امريکا د بندیزونو له ويرې له ايران څخه د خپلو اکثرو شرکتونو د وتلو مخه ونيسي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس په يوه تلویزيوني مرکه کې ومنله: «سړی که رښتيا ووايي نو هغه اقتصادي گټې چې ايران یې له دې تړونه د ترلاسه کولو تمه درلودله ، بې له امريکا يې نه شي ترلاسه کولی.»

B.S/N.Z (afp, dpa, rtr)