1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او کيم جون اون خپلمنځي ملاقات ته چمتو دي

۱۳۹۶ اسفند ۱۸, جمعه

ترمپ او اون تر لفظي جګړې او سپکاويو وروسته اوس چمتو سوي چي يو له بله سره وويني. اون ترمپ «اعصاب خرابی» او ترمپ بيا اون «راکټي» بللی وو.

https://p.dw.com/p/2u0RN
Bildkombo Kim Jong Un und Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP/dpa/Wong Maye-E

سپيني ماڼۍ دا تائيد کړې ده چي د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د شمالي کوريا د واکمن کيم جون اون سره ملاقات ته رضايت څرګند کړی دی. ويل سوي دي چي د ملاقات وخت او ځای به تر دې وروسته وټاکل سي.

ترمپ د ټويټر پر خپله پاڼه ليکلي چي په دې ډګر کي «لويي لاسته راوړني» سوي دي. ترمپ زياته کړې ده چي د شمالي کوريا پر وړاندي بنديزونه به البته تر هغه وخت پوري پر ځای پاته وي، تر څو چي د کوريا د غېر اټومي کولو تړون نه وي لاسليک سوی.

تر دې دمخه د سويلي کوريا امنيتي سلاکار چونګ اوی يونګ واشنګټن ته د سفر پر وخت ويلي ول چي کيم جون اون د امريکا ولسمشر يوه ملاقات ته رابللی دی. چونګ اوی يونګ زياته کړې وه چي دونلد ترمپ دغه دعوت منلی دی او دا چي دغه ملاقات به تر می مياشت پوري تر سره سي.

د دغه سلاکار په وينا شمالي کوريا ويلي دي چي د خبرو اترو په جريان کي به خپل اټومي او راکټي ازموينې ودروي. چونګ اوی يونګ ويلي ول چي پيونګيانګ امنيتي تضمينونه غواړي.
چونګ د رواني اونۍ په سر کي د کيم جون اون سره په پيونګيانګ کي ملاقات کړی وو. نوموړي د سويلي کوريا د پلاوي مشري کوله. چونګ له اون سره تر ملاقات وروسته د سويلي کوريا پلازمېني سيول ته او تر هغه وروسته واشنګټن ته ولاړ چي هلته د امريکا متحدو ايالاتو حکومت ته د ملاقات په تړاو معلومات ورکړي.

د کوريا سرمشريزه په اپريل کي

سويلي کوريا تر ياد ملاقات وروسته وويل چي د سويلي او شمالي کوريا د مشرانو تر منځ د يوې سرمشريٍزې پر جوړولو تفاهم سوی دی. ويل سوي دي چي دغه سرمشريزه به په سرحدي سيمه پانمون يوم کي وي.
د شمالي کوريا د تسليحاتي پروګرام پر سر لانجه تېر مېلادي کال سخته تونده سوې او حتی د دواړو هيوادونو له خوا د جګړې تر ګواښونو رسېدلې وه. د شمالي کوريا پوځ د يو شمېر توغنديو تر څنګ د د تيرکال د سپتمبر مياشتي په پېل کي يوه اټومي ازموينه هم وکړه. د شمالي کوريا مشرتابه د دغو ازموينو په تر سره کولو سره د ملګرو ملتونو ځيني اعلاميې تر پښو لاندي کړې.

خو د روان مېلادي کال له پيل راهيسي شمالي او جنوبي کوريا د خپلمنځي اړيکو د په ښکاره توګه بهتره کولو په لټه کي دي. د اولمپيک په ژمنيو لوبو کي د شمالي کوريا ګډون د وضعې د آرامېدو يوه مثبته نخښه بلل سوې وه.

Nordkorea Kim Jong Un mit südkoreanischer Delegation
کيم يونګ اون (دويم کيڼ اړخ) د سه شنبې په ورځ د سويلي کوريا له پلاوي سره وکتلانځور: Reuters/Yonhap/Reuters/Yonhap/South Korean Presidential Blue House
چونګ اوی يونګ (منځ کي) په سپينه ماڼۍ کي د خبري کانفرانس پر وخت
چونګ اوی يونګ (منځ کي) په سپينه ماڼۍ کي د خبري کانفرانس پر وختانځور: Getty Images/AFP/M. Ngan

د شمالي کوريا واکمن کيم جون اون د يادو لوبو د پرانستني مراسمو ته خپله خور کيم يو جون لېږلې وه. هغې د سويلي کوريا ولسمشر ته د خپل ورور دعوتنامه او ليک وسپاره.