1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او پوتین په تليفوني خبرو کي پر څه ږغېدلي؟

۱۳۹۶ آذر ۱, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تلیفون کې د سوریې پر وضعیت خبري کړي دي. تر دې دمخه پوتین ویلي ول چې په سوریه کې به د روسيې پوځي ماموریت ژر پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/2o1m7
Vietnam Apec-Gipfel US-Präsident Donald Trump und Wladimir Putin
انځور: Getty Images/AFP/J. Silva

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې دواړو ولسمشرانو په دغه تلیفوني مکالمه کې د یوې «باثباته او متحدي سورې» پر اهمیت باندې ټینګار کړی دی. ويل شوي دي چې ترمپ او پوتین پر دې سربیره د ملګرو ملتونو د۲۲۵۴ پریکړه لیک پر اهیمت هم ټینګار کړی دی. دغه پريکړه ليک اوربند او بشري مرستو ته د لاس رسي غوښتنه کوي. ویل شوي چې هدف دا دی چې په سوریه کې جګړه ختمه شي او بشري کړکیچ ته د پای ټکی کښیودل شي.

سپیني ماڼۍ ویلي دي چې دغو تلیفوني خبرو شا او خوا یو ساعت دوام وکړ. زیاته شوې ده چې د شمالي کوریا، اوکراین، ایران او افغانستان پر موضوعاتو هم خبري شوي دي، خو په دې هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مهم ملاتړی بلل کيږي. خو امریکا متحد ایالات بیا برعکس د پاڅون کوونکو له بیلا بیلو ډلو سره همکاري کوي، څو له نړیوال ائتلاف سره په ګډه په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد مبارزه وشي.

پوتین له اسد سره لیدلي دي

پوتین د دوشنبې په ورځ په سوچې کې د سوریې واکمن بشارالاسد ته هرکلی ووایه. پوتین ویلي ول چې اوس باید په سوریه کې د روسیې پوځي ماموریت پای ته ورسیږي. روسیه له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې د پوځ هوایي ملاتړ کوي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼې په وینا پوتین په سوریه کې تر ډیره د داعش پر شاتمبولو وروسته له سیاسي لحاظه د یوه نوې نظم رامنځ ته کولو یادونه کړې ده. اسد په عین وخت کې یوه سیاسي حل موندلو ته خپل چمتووالی ښوولی دی.

اټکل کیږي چې د چهارشنبې په ورځ به د ترکیې او ایران ولسمشران رجب طیب اردوغان او حسن روحاني له پوتین سره په مسکو کې وویني.

ایران هم د اسد له مهمو ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي. خو ترکیه بیا د پاڅون کوونکو اړخ ته ده. خو ښایي د انقرې له پاره اوس دا دومره مهمه نه وي، چې اسد دي راوپرځول شي. ترکیه غواړي چې په سوریه کې د کردانو د پیاوړي کیدو مخه ونیسي. ځکه چې د هغوی پیاوړي کیدل ښایي د خپلواکۍ له پاره د ترکي کردانو له هڅو سره مرسته وکړي.

(s.r/n.z (dpa, rtr, afp

 

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: