1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: افغانستان د ترهگرو روزنځای دی

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

دونالد ترمپ افغانستان د ترهگرو د يوه روزنيز مرکز په توگه ياد کړی او په دې سره یې له افغانستانه د عسکرو د ايستلو په برخه کې د ځنډه دفاع کړې ده.

https://p.dw.com/p/3LRH1
USA verkündet Ende der Strafzölle auf Stahl und Aluminium
انځور: Getty Images/AFP/S. Loeb

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د فوکس نيوز تلویزيوني شبکې سره د دوشنبې په ماښام د خبرو پر وخت وويل: «زه غواړم چي ډېر ژر وتلی وای، خو ستونزه داده چې دا [افغانستان] د ترهگرو د يوه لابراتوار په شان بريښي.»

ترمپ مشهور امريکايي پوهنتون ته په اشارې سره وويل: «زه یې د ترهگرو هارورد بولم.» ترمپ د ۲۰۰۱م کال د سبتمبر د ۱۱مې بريدونو ياد کړل چې پړه یې د القاعدې پر ترهگري شبکې اچول کيږي. د القاعدې مشر اسامه بن لادن هغه مهال په افغانستان طالبانو ساتلی وو.

ترمپ د دوشنبې په ماښام په خپره شوې دې مرکه کې وويل چې په افغانستان کې یې د عسکرو شمیر لا دمخه ډېر کم کړی دی. خو هغه ډاډ ورکړ چې د عسکرو تر ايستلو وروسته به هم په افغانستان کې ډېر قوي استخباراتي حضور ولري.

ترمپ ټينگار وکړ: «موږ غواړو چې ووځو.» هغه زياته کړه خو دا يوه ډېره سخته پريکړه ده. ترمپ مخکې وويل: «موږ ۱۹ کاله هلته وو. موږ بايد هلته ۱۹ کاله نه وای پاته شوي.»

په افغانستان کې د امريکا په مشرتوب دغه ماموريت د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر مياشت کې پېل شو يعني کابو اتلس کاله د مخه.

امريکا متحده ايالات دمگړۍ په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان شخړي ته يوې سياسي حل لاري د موندلو تلاښ کوي. په دې خبرو کې تر ټولو مهمه موضوع له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د مهال ويش او همداراز د طالبانو له خوا په دې اړه تضمين چې د افغانستان په خاوره کې به نور ترهگریز بریدونه نه پلانيږي. د اوربند وړاندیز طالبان نه مني.

bs/nz (DPA)