تر ټولو خطرناکي باکترياوي وپيژنئ
له انتي بيوتيکو څخه سوء استعفاده او د مالدارۍ په برخه کې یې پراخه کارونه د داسې باکترياوو د رامنځته کيدو سبب کيږي چې هیڅ ډول درمل پرې اغېز نه کوي. د اغیزمنو درملو پرته د ټولې نړۍ د انسانانو روغتيا ته جدي گواښ متوجې دی.
کانديده آورس (Candida auris)
کانديده آورس د فنگس يا مرغړيو له ډلې څخه دی او په امريکا کې دمگړۍ د خبرونو سر ټکي جوړوي. ځکه په چټکۍ سره مخ پر خپريدو دی او د کانديده د ميکروب ضد ځينو درملو په مقابل کې مقاومت لري. دا تر اوسه پنځوو لويو وچو ته خپور شوی دی او له منځه وړل یې ډېر ستونزمن شوي دي. په عمومي توگه روغ کسان په دې نه ککړيږي، خو هغه چې لا د مخه ناروغ وي او يا جراحۍ ته اړتيا لري، خطر ورته متوجې دی.
سویدوموناس ايروگينوسا (Pseudomonas aeruginosa)
دا يو ډېر مقاوم ميکروب دی چې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د انسانانو روغتيا ته د تر ټولو ستر گواښ په توگه درجه بندي شوی. دا په لندو او وچو دواړو ځايونو کې ښه وده کوي او له منځه وړل یې ډېر سخت دي. دا په عمومي ډول په هغو کسانو کې ليدل کي چې د مدافع قوت يې کم وي. خو روغ کسان هم کله چې ورسره په تماس کې شي پرې ککړيدلی شي او د غوږ او يا پوست په ميکروبي ناروغيو اخته کيدلی شي.
نايسريا گنوريا (Neisseria gonorrhea)
نايسريا هيڅ واکسين نه لري او همدا وجه ده چې انتي بيوتيک یې د رامنځته کيدونکو ناروغيو د درملنۍ يوازنۍ لاره ده. خو دا ناروغي چې د جنسي اړيکې له لارې ليږدول کيږي، مخ پر زياتيدونکي توګه د درملو په مقابل کې مقاومت پيدا کوي. په ۲۰۱۸م کال کې په استرليا کې په اصلاح د «سوپر نايسريا» يا مقاوم نايسريا دوې پېښې ثبت شوي وې. په بريتانيا کې هم په روان کال کې نوري داسې پېښي راجستر شوي دي.
سالمونيل (Salmonellae)
دا باکتريا د غير محرقې ميکروب چې د خوړو له لارې خپريږي، لامل گرځي خو کله کله په انسانانو کې د محرقې د رامنځته کيدو باعث هم کيږي. په دې تيرو څو لسيزو کې یې يو داسې خطرناک ډول رامنځته شوې چې هيڅ انتي بيوتک پرې اغېز نه کوي. د اوبو او خوړو له لارې د خپريدونکي دې باکتريا له وجې د افريقا او آسيا په گډون د نړۍ ډېري برخې اغیزمني دي او دا مریضي پکښې د اپيديمي شکل خپلوي.
اسينوتو باکتر باوماني (Acinetobacter baumannii)
د روغتيا د نړيوال سازمان د خطرناکو ميکروبونو په درجه بندۍ کې تر ټولو خطرناک بلل شوی دا ميکروب په عمومي توگه په خاوره او اوبو کې موندل کيږي. دا په روغو انسانانو کې پرته د علايم ښوولو د ژوند کولو وړتيا لري. خو په هغو انسانانو کې چې لا دمخه ناروغ وي د سږو، وينې او ټپونو د وژونکو ميکروبي ناروغيو باعث کيږي. همدا وجه ده چې دا ناروغي زياتره د روغتونو د ځانگړي مراقبت په اوطاقونو کې رامنځته کيږي.
مقاوم توبرکلوز (Tuberculosis)
مايکوباکتريوم توبرکلوز د نړۍ تر ټولو لويه ميکروبي ناروغي ده چې هرکال کابو ۱،۷ ميليونه انسانان وژني. داسې اټکل کيږي چې د توبرکلوز تر ۱۳ سلنه زياتې نوې پېښې هغه دي چې درمل پرې تاثير نه لري او د دوو ډېرو قوي درملو په مقابل کې هیڅ غبرگون نه ښيي. شپږ سلنه پيښې یې داسې دي چې تر حد زيات مقاوم دي او هیڅ ډول درمل پرې اغیز نه لري. په دې ډول یې په اخته کس سخت کړيږي او يا هم مړه کیږي.