1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سعودي مشران به بالاخره د قرباني پسه پيدا کړي»

۱۳۹۷ مهر ۲۶, پنجشنبه

د سعودي عربستان تبعيد شوی شهزاده خالد بن فرحان السعود تور لګولی چې د سعودي ولیهعد محمد بن سلمان د خاشقجي په لادرکه کیدو کې لاس لري، او د سعودي واکمنان به بالاخره د قربانۍ د پسه جوړولو له پاره یو څوک پیدا کړي.

https://p.dw.com/p/36kbq
Dschamal Chaschukdschi
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Shaikh

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یوه غړي چې په آلمان کې د تبعيد ژوند تیروي له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې پر محمد بن سلمان تور لګولی دی چې د اکتوبر میاشتې په دویمه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي منتقد ژورنالیست جمال خاشقجي په احتمالي قتل کې لاس لري.

خاشقجي په دې وروستیو کې په امریکا کې د واشنګټن پوست ورځپاڼې له پاره لیکنې کولې. شهزاده خالد بن فرحان السعود د څو کلونو راهیسې په آلمان کې ژوند کوي. هغه او کورنۍ ته یې د آلمان حکومت سیاسي پناه ورکړې ده. نوموړی د څو کلونو راهیسې په سعودي کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

شهزاده خالد ویلي دي چې د ریاض رهبري به د دې قتل په لړ کې له هر ډول ناخوال وضعیت او عواقبو څخه د ځان ژغورنې په موخه په اصطلاح یو نه یو څوک پيدا کړي چې د قرباني پيسه ترې جوړ کړي او د خاشقجي د لادرکه کیدو او وژنې تور پرې ولګوي.

شهزاده خالد د خاشقجي د لادرکه کیدو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه پوهیږم چې جمال خاشقجي د سعودي د شاهي کورنۍ له غړو سره اړیکې درلودلې او هغه د دې تګلارې مخالف وو چې ده ته دې په اپوزیسیون پورې تعلق درلودونکي یو شخص په توګه وکتل شي. هغه د شاهي کورنۍ له پاره په سیاسي توګه هم هیڅ خطر نه وو. هغه خو په خپل انتقاد کې هم له احتیاط څخه کار اخیسته. نوموړی په قطعي توګه د ریاض د واکمنانو له پاره په مستقيم ډول کوم خطر نه وو.»

د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د سیاست په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې شهزاده خالد وویل: «زه د سعودي د واکمنانو په ذهنیت پوهیږم. اوسنی پادشاه سلمان تر ۵۰ کلونو پورې د ریاض ولایت ګورنر یا والي وو. هغه په پيل کې هیڅ سیاسي تجربه نه درلوده او له همدې امله یې په واک کې د پاتې کیدو له پاره د تشدد لاره خپله کړه. اوس هغه د هیواد د مشر په توګه هم د همدې طرز سیاست کوي، حتی په نړیوالو چارو کې هم.»

شهزاده خالد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د جمال خاشقجي موضوع د سعودي د واکمنې کورنۍ تر منځ موجود درز څومره پراخولی شي دویچه ویله ته وویل: «زه دا نه شم ویلی چې شخصاً پاچا سلمان به د خاشقجي په معامله کې ښکیل وي، خو زه باور لرم چې د خاشقجي ورکیدل او بیا د هغه د وژنې پریکړه او عملي کول یې د ولیعهد محمد بن سلمان پر لور اشاره کوي.»

شهزاده خالد فرحان زیاته کړه: «د سعودي کورنۍ تر ډیرې مودې وروسته د خاشقجی د معاملې له کبله له داسې یو فشار سره مخامخه ده چې مخکې تر دې یې ساری نه دی لیدل شوی. پوښتنه دا ده، چې هغسې یو حکومت چې خپل یو تبعه لادرکه کوي، هغه وژني او جسد یې بیا ټوټې ټوټې کوي، هغه حکومت تر کومې اندازې عدالت خوښونکی او واکمنان یې تر کومې اندازې د ولس حقیقي استازیتوب کولی شي». 

دیموکراتانو له سعودي سره د ترمپ پر تجارت تمرکز کړی
د امریکا دیموکراتانو د خاشقجي په قضیه کې ولسمشر ترمپ تر فشار لاندې نیولی دی. ډیر شمیر سناتورانو له سعودي سره د ترمپ د سوداګریزو اړیکو د وضاحت غوښتنه کړې او د سعودي په هکله د دریځ په برخه کې د ترمپ د ګټو د احتمالي اغیزمنتوب څخه خبرداری يې ورکړی دی.
یولسو سناتورانو له ولسمشر دونالد ترمپ او زامنو څخه یې چې د ده د شرکتونو چارې پر مخ وړي غوښتي دي چې په تیرو لسو کلونو کې د سعودي عربستان او د ترمپ د شرکتونو ترمنځ د مالي معاملاتو په اړه معلومات وړاندې کړي. دوی همدارنګه د سعودي اتباعو له خوا ولسمشر ترمپ ته د ورکړل شویو تحفو یا سوغاتو په اړه هم د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
ترمپ د سه شنبې په ورځ په خپل تویتر کې لیکلي وو چې دی «د سعودي عربستان له هیڅ ډول مالي ګټو څخه برخمن نه دی». 
د خاشقجي تر لادرکه کیدو وروسته ترمپ ضد او نقیضې څرګندونې کړي دي. هغه له یوې خوا ریاض ته ګواښ وکړ چې د خاشقجي د لادرکه کیدو په قضیه کې د لاس درلودلو په صورت به له سختو مجازاتو سره مخامخ شي، خو له بلې خوا یې له سعودي عربستان سره د شراکت پر اهمیت او دغه هیواد ته د میلیاردونو ډالرو په اررښت د وسلو صادراتو ته په اشارې، د سعودي عربستان احتمالي بی ګناهۍ ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

USA Washington Saudischer Kronprinz Mohammed bin Salman bei Donald Trump
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمانانځور: picture-alliance/dpa/SPA