1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: په اروپا کي د ديني آزادۍ په تړاو د بيدارۍ ږغ

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

يهوديان او مسلمانان په اروپا کي ځان مخ په زياتېدونکې توګه تر فشار لاندي احساسوي. وجه يې هغه قوانين دي چي په اروپايي محکمه کي تر ارزونې لاندي دي. کريسټوف شتراک ورباندي تبصره کوي:

https://p.dw.com/p/3ewz9
Großbritannien Halal-Fleisch-Metzgerei in London
انځور: picture alliance/empics/D. Lipinski

د اروپايي محکمې (ECJ) قاضيان د د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای په ۸مه) په لوکزامبورګ کي د اروپايي هويت پر بنسټيز عنصر يعني پر ديني آزادۍ سلامشورې کوي. دا په داسي حال کي چي يهوديان او مسلمانان نه يوازي په آلمان کي د خپل پايښت په هکله اندېښنې لري، حتی په اروپا کي د خپلې اوږدې مودې پاته کېدنې په تړاو بيره لري.

په ياده محکمه کي د کاري دوسيې (C 336/19) له مخي د حيواناتو د ذبح کولو پر موضوع بحث کيږي چي پکښي مخکي له مخکي حيوانات نه نشه کيږي. له ۲۰۱۹م کال راهيسي د بلجيم په ځينو سيمو کي بېله مخکي نشه ورکولو څخه د حيواناتو حلالول ممنوع کړل سوي دي. دغه ممانعت لومړی د بلجيم په فلاندرن کي رامنځ ته سو او وروسته په والونيا سيمه کي هم.

د بلجيم د اساسي قانون محکمې د يادو ممانعتونو تر رامنځ ته کېدو وروسته له اروپايي محکمې څخه پوښتنه کړې چي ايا دغه ممانعت په اروپا کي د بنيادي حقونو له ليسټ څخه د ديني او مذهبي آزادۍ د تضمين سوي حق د اصل نقض واقع کيږي که نه. د دغې پوښتني د جواب له پاره اروپايي محکمه (ECJ) ناسته لري. پر ورته موضوع د دغې محکمې مخکنيو پرېکړو دا دقيق نه ول واضح کړې چي ايا دغه محکمه په دغه موضوع کي ديني آزادي ته لومړيتوب ورکوي که نه.

اديانو ته د ښه راغلاست پای؟

د اروپا د يهودي عالمانو يا رابينانو ټولنې او د مسلمانانو نړيوال ليګ (رابطة العالم الإسلامي) ښايي له دې مخکي هيڅکله پر ورته حساسه او ورته مهمه موضوع مشترک نظر نه وي څرګند کړی. دا لومړی ځل دی چي په اروپا کي د رابينانو د ټولنې رئيس لوړ رابين پينچاس ګولډسميت او د مسلمانانو د نړيوال ليګ عمومي سکرتر شيخ محمد العيسی په مشترک ليک کي خپل نظر څرګند کړی دی. دواړو په دغه قضيه کي د خپل دين عملي کېدونه د خطر سره مخامخ بللې ده.

په ياد مشترک ليک کي د نورو څرګندونو تر څنګ راغلي: «که په بلجيم کي رامنځ ته سوي ممانعتونه برقراره وساتل سي، نو اروپايي محکمه به په دغه سره په اروپا کي اوسېدونکو ديني لږکيو ته دا ښکاره پيغام ولېږدوي چي تاسو ته نور دلته ښه راغلاست نه ويل کيږي.» په ليک کي زياته سوې: «موږ انتظار نه سو لرلای چي ديني ټولنې په اروپا کي پاته سي او په ځايي ټولنو کي خپله ونډه واخلي، حال دا چي د هغوی له خوا د ساده خوراکي توکو استهلاک ته د يو جنايت په سترګه کتل کيږي.»

طبعا، کيدای سي چي ياد نظر د دغه دليل له مخي له پامه وغورځول سي چي ګواکي د يو مذهبي رابين او د اسلام د يو سعودي استازي نظر ولي بايد مهم وي؟ خو که رشتيا د دغو کسانو نظر له پامه وغورځول سي نو به دا حقيقت هم ورسره له پامه غورځول سوی وي چي دواړه اړخونه د نورو اړخونو سره د خبرو اترو لاره لټوي او پخوانۍ تربګنۍ يې ليري غورځولي دي.

په دې کي هغه يو غورځنګ او تحرک بالاخره څرګنديږي چي نړيوال اهميت او تړاو لري او له بده مرغه له ډېرو کمو سياستوالو له خوا په کافي اندازې ورته توجه نه کيږي او يا ورسره ملتيا کيږي. دا د موضوعاتو هغه ډګر دی چي له بده مرغه هم ورته په اروپايي سطحه او هم پر ملي سطحو ورته له تر ټولو کمو کسانو له خوا توجه کيږي يا پکښي دلچسپي ښيي.

Deutsche Welle Strack Christoph Portrait
د دویچه ویله د مذهبي چارو کارپوه کرستوف شترکانځور: DW/B. Geilert

د ديني آزادۍ ارزښت کميږي

د دويمي نړيواله جګړې وروسته د اروپايي مفکورې او د يووالي د پروسې پېل په زياته د کونرارد ادناور، السيد دې کاسپېري او روبرت شومن له خوا وسو چي هڅيال مسيحيان ول. د اروپا په تړاو د هغوی په مفکوره کي دين او ديني آزادي يوه طبعي او حتمي خبره وه. خو اوس؟ د اورزولا فون دېر لاين تر مشرۍ لاندي اروپايي کميسيون څو اونۍ تر مخه اعلان وکړ چي په آينده کي به په نړيواله توګه د ديني آزادۍ له پاره ځانګړی استازی نه ولري.

په استانبول کي يوه بله بېلګه: د هاګيا سوفيا ودانۍ چي د اورتودوکس عيسويت نړيوال سمبول بلل کيږي او د نړۍ کلتوري ميراث دی او له لسيزو راهيسي يو موزيم دی، د اردوغان د اسلام له خوا خپله کړل کيږي. ايا په دې تړاو د اروپايي اتحاديې له مشرتابه کوم انتقادي ږغ واورېدل سو؟ له برلين يا له پاريس څخه؟ نه، داسي څه نه واورېدل سول. له دې څخه معلوميږي چي هغه موضوع چي اوس ورباندي په لوکزامبورګ کي د اروپايي محکمې قاضيان غور و فکر کوي، په اصل کي بايد په لا لوی چوکاټ کي وڅېړل سي.

يهودی ګولډ سيمت او مسلمان العيسی په پوره او بېسارې روښانه توګه په داسي يو عصر کي خپل ږغ پورته کړی چي د ديني اصولو له مخي د خوراک چمتو کول (چي پکښي د حيوان حلالول هم راځي) نور ممنوع دي. په دغه ليک کي د دويمي نړيوالې جګړې مخکي ممانعت ته هم اشاره سوې او راغلي چي له مخي يې «په ټوله اروپا کي يهودۍ ټولنې د ټولنې څنډي ته ټېل وهل سوي وې». موږ ټول خبر يوو چي دغه موضوع بيا څنګ پر مخ ولاړه.

«د اروپا د بنيادي پرنسپونو ضد عمل»

د اديانو يادو استازو ليکلي: «که څه چي ديني آزادي د اروپا په ديموکراسيانو کي د بنيادي حق په توګه بنسټيز ځای لري خو هغه وخت به بې معنی وي، که اشخاص او ټولنې د خپل دين د عملي کولو اجازه و نه لري.» زياته سوې چي که څوک پر مسلمانانو د حلالې غذا او پر يهودو د کوشا غذا د خوړلو ممانعت را ايستل غواړي، نو «دا به د هغو بنيادي پرنسپونو ضد عمل وي، چي اروپا يې عبارت دی.»

د لوکزامبورګ د قاضيانو سلامشورې يوه خبره ده (او د محکمو له خوا د برحالو حقونو د تعبير بايد احترام وسي)، خو د سياسي فيصله کوونکو عمل بله خبره ده. په داسي يو حالت کي د استثنايي اصولو په مرسته د پوهي وړ روښانه کولو اړتيا سته چي په ديني چوکاټ کي بېله نشې څخه دبح اجازه لري. ځکه چي د لوړپوړو ديني استازو له خووا په غېر عادي او غېرعادي ښکاره او روښانه توګه د خبرداري ورکول د ستړي او په ځان اخته اروپا له پاره د راويښېدو يو ږغ دی.

مبصر: کرستوف شتراک

ا.و.ا./ن.ز.