1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې بیرغ سوځول د بیان له آزادۍ سره هیڅ اړخ نه لري

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

آلمان یو آزاد او زغم لرونکي هیوا دی. خو څوک چې په آلمان کې اوسیدل غواړي، باید ځان زموږ ټولنيزو ارزښتونو ته مکلف وگڼي. د دویچه ویله د خپرونو د مسئولي اینس پول په نظر له یهودیت سره د دښمني پرضد مبارزه د دې ارښتونو برخه ده.

https://p.dw.com/p/2pCpS
Deutschland Demonstranten verbrennen Fahne mit Davidstern in Berlin
انځور: picture alliance/dpa/Jüdisches Forum für Demokratie und gegen Antisemitismus e.V.

په آلمان کې د مظاهرې یا لاریون حق د دې هیواد په قانون کې ډير خوندي دی. یوازي په ډيرو سختو حالاتو کې هغه کیدای شی چې محدود کړای شي.له دې سره سم زموږ دیموکراسي باید تل دا شی وزغمي چې د آلمان پر سړکونو ځیني هغه شعارونه ورکول کیږي چې په حقیقت کې غیر دیموکراتیک دي. د بیلگې په توگه دا ناوړه شعار:«بهرنیان دې ووځي!»

زموږ هیواد د نازي دیکتاتورۍ څخه دا درس اخیستی دی چې: که چیري دولت د خپلو انتقاد کوونکو خوله وروتړي او پر سړکونو احتجاجونه هسی منع کړي، دا به څه ډول ناوړه عواقب ولري. په دې وجه دا طبیعي ده چې د ميرکل د حکومت انتقاد کونکي په مظاهرو لاس پوري کوي او یا د واشنگتن د هغه یو اقدام پر ضد چې غواړي په اسرائیلو کې خپل سفارت بیت المقدس ته ولیږدوي، په آلمان کې فلسطینیان اجازه لري د امریکا د سفارت پر وړاندي خپل قهر اوغوسه څرگنده کړي.

د آلمان تاریخي مکلفیت

خو زموږ د تاریخ دغه برخه موږ نه مکلفوي چې د هرڅه پر وړاندی زغم ولرو او هرڅه ته بې سرحده اجازه ورکړو. ځکه آلمان د لږ تر ږه شپږ ميلیونو یهودیانو د وژلو مسئولیت پر غاړه لري. البته دا بې تفاوته ده چې له هلوکاست یا د یهودیانو له عام وژنې څخه څومره زیات وخت تیر شوی دی: له انتي سیمیتزم (یهودیت سره دښمني) پرضد د مبارزې له پاره آلمان د تل له پاره یوه ځانکړې دنده پر غاړه لري. یوهیواد چې د داسي جرمونو مرتکب شوی وي، باید له یهودیت سره د دښمنې پر وړاندي سترگې پټې نه کړي، هیڅ چیرته او بیا په خاصه توگه په خپل هیواد کې.

د دويچه ويله د خپرونو مسئوله انيس پول
د دويچه ويله د خپرونو مسئوله انيس پولانځور: DW/P. Böll

په دې وجه دا په هیڅ ډول د منل وړ نه ده چې په آلمان کې د داؤدي ستورو (د داؤد پیغمبر سبمول) سره مزین بیرغ یعنی د اسرائیلو بیرغ ته څوک اور واچوي. هغه انسانان چې دلته د پناه غوښتني په لټه کې دي اوغواړي چې آلمان د هغوی نوی وطن وگرځي، دغه مسأله باید په پام کې ونیسي او هغه مراعات کړي. زموږ د گډ ټولنیزوارزښتونو بنسټونه هیڅکله د معاملې وړ نه دي.

آلمان د کډوالۍ هیواد

په نورو ټولنو کې ښايي دا معمول وي چې بیرغونو ته اور اچول کیږي، ترڅو خپل مخالفین بې عزته کړي. خو د آلمان اساسي قانون نورو ته د درناوي او د اقليت د حقوقو د خوندي ساتنې حکم کوي. حتي که چیري په جزايي جرم قانون پوري اړوند خبر هم نه وي، خو دا د منلو نه ده چې یو څوک ترکي، روسي، امریکايي یا د سعودي عربستان بیرغ ته اور واچوي، که څه هم سړی د دغو هیوادونو د حکومتونو پر وړاندي انتقادي نظریات ولري.

د کډوالۍ په هیواد آلمان کې گډ ژوند یوازي هغه وخت یوه راتلونکې لري چې موږ له خپل ځانگړي تاریخ څخه د عبرت درس هیڅکله هیر نه کړو. څوک چې په دې میراث پوري ځان مکلف نه گڼي، هغه دلته راتلونکی هم نه لري. دا د معاملې وړ خبره نه ده.

تاسې کولاې شې چې د دې مقالې په هکله خپله تبصره لاندي ولیکې. موږ ستاسو د نظر هرکلی کوو.