1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: نابالغه مهاجر باید همدااوس راوغوښتل سي

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

په زرونو کم سنه، بې مور او پلاره مهاجر د یونان د مهاجرو په کمپونو کي اوسیږي. که څه هم ۸ اروپايي هیوادونو د مرستي وعده کړې وه، خو څه یې ونه کړل. د فولکر ویتینګ په خبره اوس باید د جرمني حکومت عمل وکړي او هغوی راوغواړي.

https://p.dw.com/p/3aa8o
Griechenland Lesbos | Flüchtlingskinder aus Afghanistan
انځور: Reuters/C. Baltas

د دغو په زرونو کم سنه مهاجرو، چي نه یې سمه ساتنه کیږي او له تشدد سره مخامخ دي، نه والدین لري او هم د سختو رواني او روحي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي، د یونان په کمپونو کي سرګردانه ژوند تیروي.

یوه میاشت دمخه لا جرمني وعده ورکړې وه، چي موږ به ددغو کوچنیانو یوه برخه راوغواړو. خو له هغه راهیسي یو مهاجر هم ندی راغلی. د شرم خبره ده.

د بلي خوا ټوله پر دې باندي متفق دي، چي د یونان د جزیرو د مهاجرو په کمپونو کي وضعیت ډیر خراب او د بشري کرامت خلاف دی. ځکه نو اوس باید یو کار وسي او هغوی راوغښتل سي.

خو د جرمني حکومت حتی هیڅ دقیق معلومات نه ورکوي، چي ددغه تقریبأ ۱۶۰۰۰کم سنه مهاجرو له ډلي څخه، چي اروپايي ټولني یې د منلو او اخیستلو وعده ورکړې وه، څو تنه قبلوي.

اوس بیا لوکسمبورګ مخکښه سو: دغه د اروپا کوچني هیواد په تیر مارچ میاشت کي هم د هغوی د قبلولو خبره راپورته کړې وه او اوس شاید بیا غواړي، چي یوه الوتکه واستوي او د په اصطلاح د یونان د دوږخ غوندي کمپونو څخه هغوی راوباسي.

د فشار پر ځای کومک

Witting Volker Kommentarbild App
د DW ریډکټور فولکر ویتینګ

نو اوس دغه قوي هیواد جرمني څه شي کوي؟

یوازي فشار واردوي او غټي خبري کوي. پلمه کوي، چي د اروپايي ټولني کمیساري ددغو ځوانانو د تقسیم وظیفه پر غاړه لري، خو چیري ده همدردي؟

په همدې اوونۍ کي د جرمني د پارلمان ۵۰ وکیلانو، چي اکثریت یې د حاکم مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو وکیلان وه، په یوه سرخلاصي ليک کي لیکي ول چي ،»د یونان په جزیرو کي د مهاجر کمپونو له خراب وضعیت څخه موږ په اروپا کي سترګي نسو پټولای او نه هم ورڅخه بې تاثیره پاتیدلای سو.«هغوی دا هم ویلي ول چي په دغو کمپونو کي د کرونا ویروس تر شیوع دمخه هم وضعیت خراب ؤ، او نه داچي هغه اوس خراب سوی دی.

ولي د میرکل حکومت عمل نه کوي؟

د انګیلا میرکل په رهبرۍ حکومت هیڅوخت د جرمنيانو دومره ملاتړ نه لاره، لکه اوس د کرونا ويروس پرمهال چي يې لري. دا باید نور هم حکومت ته استحکام او قاطعیت وروبخښي.

۲۰۲۰ کال هغه ۲۰۱۵م کال نه دی، چي د جرمني حکومت په سلهاوو زره کسان دغه هیواد ته راپریښول. خو ددې بشردوستانه عمل پرضد د عوامپاله ،اې اف ډی حزب د پروپاګنډ او تبلیغاتو څخه باید حکومت ونه بیریږي او اقدام وکړي.

هغوی یو څو سوه کوچني بې سرپرسته مهاجر دي، چي ملاتړ او دفاع ته اړتيا لري: نو لطفأ عمل وکړئ او هغه هم ډیر ژر!