1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: د طالبانو زور آزموينه

فلوريان وايگند۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

پر پارلمان او کندز ولايت باندي په حملو سره طالبان غواړي چې خپل زور ښکاره کړي. البته نه یوازي د حکومت په مقابل کې بلکي د «داعش» پر وړاندي هم چې ویل کیږي په افغانستان کې هم د دغي ‌ډلي لمن پر پراخیدو ده.

https://p.dw.com/p/1Fkwa
Weigand Florian Kommentarbild App
تر تیري اونۍ پوري هم داسي نخښي نښانې لیدل کیدلې چې ښايي د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ يوه روغه جوړه وشي. د دواړو اړخونو استازو په اوسلو کې غیر رسمي سره ولیدل. که څه هم کومه نتیجه ئې نه درلوده، خو بیاهم داسي وويل شول چې تر روژې میاشتي وروسته د جولای مياشتي په پای کې به بیا خبرو ته دوام ورکوي.
خو د روژې میاشتي لا اونې پوره شوې نه ده چې د طالبانو د زورزیاتیو لړۍ بیرته پیل شوه. په کابل کې ئې د پارلمان پر ودانۍ يرغل وکړ او د کندز ولایت دوې ولسوالۍ یی يو په پل پسې ونیولې او د ولایت مرکز ته يې مخامخ گواښ پېښ کړ.
دا ټولي پیښي په روژې میاشت کې رامنځ ته کیږي، چې د سولې، ورورگلولۍ، یو له بل سره د پخلایني او د نیکو اعمالو د ترسره کولو میاشت گڼل کیږي. خو په دې مبارکه میاشت کې هم هغوی له زورزیاتیو څخه مخ نه اړوي. دا د دې ښکارندوی دی چې دغه ډله له اسلام دین څخه څه يو ډول ناوړه تصور لري.
دغه په اصطلاح د «خدای د لاري جنگیالي» په حقیقت کې هغه اهداف تعقیبوي چې غواړي حکومت نسکور کړي، یو محدود شمیر بهرني عسکر چې په دغه هيواد کې پاته دي، هغوی وباسي او پر ځای يې بیرته خپل پخوانی «طالبي رژیم» جوړ کړي. خو د طالبانو پر وړاندي اوس یوه بل نوي «سیال» سر راپورته کړی دی: افراطي ډله «اسلامي دولت» چې د افغانستان په شمول په اسلامي نړۍ کې په خپل پخواني نوم «داعش» شهرت لري. دغه ډله د خپلې ایډيالوژۍ «نړیوال جهاد» په اعلانولو سره هڅه کوي چې په افغانستان کې کرار کرار د طالبانو ځای ونیسي.
که څه هم تر اوسه پوري سړی ويلای نه شي چې د طالبانو کومي ډلي داعش ته خپله وفاداري اعلان کړې، خو د مرموز ملا محمد عمر په مشرتوب طالب قوماندان همدا اوس وارخطا ښکاري. هغوی د داعش مشر بغدادي ته یو لیک استولی دی چې د مهربانۍ له مخي له افغانستانه ځان لیري وساتي. دغه لیک د اوسلو له غونډي سره يو ځای خپور شوو. معنی دا چې طالبانو په دغه رسنيز فعالیت سره وغوښتل په افغانستان کې د داعش پر وړاندي د خپل مشرتوب له حق څخه دفاع وکړي. دغه راز پر افغان پارلمان باندي د هغوی يرغل هم دغسي یو سمبولیک اهمیت لري، څو د نړیوالو پام ورته راواوړي. د کندز په شا خوا کې د هغوی جگړه هم دغسي یو اهمیت لري.
د نړیوالي ټولني هیله خو دا ده چې د افغانستان په شمال کې به د ایساف په پوځي ملاتړ او مرستندویو سازمانونو په مالي او پرسونلي مرستو سره د عصري بنسټیزو تاسیساتو، د یوې ژوندۍ مدني ټولني او د «ښه حکومتوالۍ» یوه نمونه ښار رامنځ شي. که چیري کندز سقوط وکړي، نو طالبان به نړیوالي ټولني ته وښيي چې دغه «موډل» نور په افغانستان کې کومه آینده نه لري او ۱۲ کاله پراختیايي مرستي ټول عبث او هیڅ وې.