1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين تازه پوځي تمرينونو اعلان کړل، ترنګلتيا مخ پر زياتيدو ده

۱۴۰۱ مرداد ۲۵, سه‌شنبه

چين ويلي دي چې له سه شنبې ورځې څخه به نور پوځي تمرينونه پېل کړي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا د تايوان ملاتړ ته دوام ورکړی او د دوشنبې په ورځ يوه پنځه کسیز امريکايي پلاوي د تایوان له ولسمشر سره ليدلي ول.

https://p.dw.com/p/4FbLM
China | Taiwan | Chinas Kampflugzeig  J-11 über der Formosastraße nah Pingtan
انځور: Ng Han Guan/AP Photo/picture alliance

چين له تایوان څخه د امريکا متحده ایالاتو د ملاتړ پر ضد د احتجاج د ښکاره کولو په موخه د اګست له ۱۶مې نیټې څخه د نورو پوځي تمرينونو د پيلولو اعلان کړی دی. خو پيکنګ د خپلو دې نويو مانورو په اړه ډېر لږ جزيات شريک کړي دي او دا یې نه دي ويلي چې دا تمرينونه به چېرته او کله ترسره کيږي لکه عموماً چې په دې اړه معلومات ورکول کيږي.

تایوان ته د امريکايي پلاوی سفر چين يو ځل بيا په غوسه کړی

د امریکا د ديموکراتانو د ګوند د سنا مجلس د استازي ايد مارکي په مشرتوب يوه پنځه کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د تايوان له ولسمشر سایې انګ وين سره ليدلي ول چې چين پرې یو ځل بيا سخت خفګان څرګند کړی وو.

د يکشنبې په ماښام تایوان ته رسېدونکي پلاوي روښانه کړې وه چې له تايوان سره د خپل ملاتړ د تازه کولو له پاره هلته تللی دی. د يادولو وړ ده چې چين تایوان خپل ملکيت او يو ايالت ګڼي.  

واشنګټن وايي چې هغه د «متحد چين» پر خپله تګلاره ولاړ دی او د دې پاليسۍ له مخې له تایوان سره ديپلوماتيکو اړيکو ته ژمن دی.

تایوان: چین تر جنګي مانورو وروسته رسمي پوځي ګزمې پیلوي

ايډ مارکي له ولسمشر سایې سره تر ليدنې کتنې وروسته وويل چې دا د امريکا اخلاقي دنده ده چې د «غیرې اړينې شخړې د مخنيوي په موخه له هرې لارې چارې کار واخلي او دا چې تايوان په ستونزمن وضعيت کې له بې ساري زغم او تدبر څخه کار اخیستی دی.»

د امريکايي پلاوي پر سفر د چين نیوکې

د دوشنبې په ورځ له امريکايي پلاوي سره تر ملاقات وروسته د تایوان ولسمشر سایې ويلي ول چې اداره یې د تايوان په تنګي کې د ثبات د ټينګولو په موخه له متحدينو سره په کار بوخته ده.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند تور لګولی دی چې امريکا د «ون چاينا» (متحد چين) د تګلارې د بدلولو هڅه کوي.

شمالي کوریا: پلوسي د «نړۍ د سولې لوټماره» ده

وياند په خپلو خبرو کې زياته کړې: «د تایوان د بيلتون غوښتنې له ملاتړو سره په شريکه يو لږ شمير امريکايی سياستوال د »يو چين« اصل د ننګولو هڅه کوي خو ناکامي به یې په نصيب شي.»

آيا امريکا به د تايوان دفاع ته ور ودانګي؟

تایوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې نيسي پلوسي د سفر په ځواب کې چين د تایوان په شا او خوا کې تر څو ورځو پورې پوځي تمرينونه ترسره کړل. خو پر دې سربيره هم د دوشنبې په ورځ يو امريکايي پلاوی تایوان ته ورغی او د امريکا د ملاتړ ژمنه یې تازه کړه.

خو امريکا په دې اړه له ابهام سره مخ ده چې که چېرې چين پر تايوان بريد کوي نو دغه هېواد به یې دفاع ته ورځي او که نه. 

له تايوان سره د امريکا د دفاعي اړیکو لارښود د «Taiwan Relations Act» له «تایوان سره د اړيکو لايحه» ده چې په ۱۹۷۹م کال کې پر قانون بدله شوې وه. په همدې کال کې امريکا له چين سره سفارتي اړيکي پېل کړې وې.

چین، تایوان او امریکا؛ اوږدې خو پیچلي اړیکې

امريکا که څه هم چې د «متحد چين» پر تګلاره روان دی خو له تايوان سره یې هم خپلو اړيکو ته دوام ورکړی دی چې په سيمه کې د امريکا مهم شريک دی.

د چين پر شديد اعتراض سربیره هم امريکا پر تایوان د وسلو پلور ته دوام ورکوي خو په رسمي توګه امريکا د خپلې پوځي مداخلې کومه ژمنه نه ده کړې.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP)