1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان: په اعتراضونو کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۰ آذر ۵, جمعه

په تاجیکستان کې اعتراض کونکو پر يوې حکومتي ودانۍ هجوم وروړی چې په نتیجه کې يې دوه اعتراض کونکي وژل شوي او پنځه چارواکي ټپيان دي. چارواکو ويلی چې قهرجن اعتراض کونکي د افغانستان پولې ته نژدې پر يو حکومتي ساختمان راغلي ول.

https://p.dw.com/p/43WzW
Attacken in Tadschikistan
د تاجیکستان پولیس، دوشنبې ښار - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Leonard

رويټرز د جمعې په ورځ (د نومبر ۲۶مه) له دوشنبې ښار څخه خبر ورکړ چې اعتراض کونکو د پنجشنبې په ورځ ناوخته د خاروغ ولایت په مرکز کې وروسته له هغې لاس په اعتراضونو پورې کړ چې امنيتي ځواکونو یو ځايي کس د يوه چارواکي د اختطاف کولو په تور د مرګ تر حالته پورې ټپي کړ.

د امنيتي خدماتو ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه اعتراض کونکي پر ټوپکو، ډبرو او کوتکونو سمبال ول چې درې امنیتي افسران، یو پولیس او يو څارنوال يې ټپي کړ.

یوې امنيتي سرچينې رويټرز ته وویل چې امنيتي ځواکونو بیا دوه اعتراض کونکي ووژل. سرچينې زیاته کړې چې دغو اعتراضونو د جمعې په ورځ هم ادامه درلوده خو وضعیت تر کنترول لاندې وو.

Tadschikistan Corona-Pandemie | Dushanbe
په تاجیکستان کې اعتراضونه په ندرت سره ترسره کيږيانځور: picture-alliance/dpa/A. Isaev

په تاجیکستان کې چې ۹،۵ میلیونه وګړي يې تر سخت کنترول لاندې دي، مظاهرې او اعتراضونه په کې په ډير ندرت ترسره کيږي په خصوص په اوس وخت کې چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسيدلو سره افغانستان سره يې په سرحدي علاقو کې وضعیت نازک شوی دی. 

تاجيکستان د شمال لور ته له افغانستان سره ګډه پوله لري. د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان نه یوازې دا چې د طالبانو حکومت د په رسميت پيژندلو څخه يې ډډه کړې، هغه وخت يې هم ويلي وو چې سرحدي سیمو ته يې تقويتي ځواکونه استولي دي. له بل لوري دغه هیواد له روسيې سره افغانستان ته نژدې په سرحدي سیمه کې ګډ پوځي تمرینات هم درولودلي دي چې دوی يې موخه د احتمالي حملو پر وړاندې چمتووالی ښودلی دی. خو طالب مشرانو بيا تر اوسه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې غواړي له ټولو هیوادونو سره ښه مناسبات ولري.