1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان افغان کډوالو ته د کمپونو پر جوړولو غور کوي

۱۴۰۰ تیر ۱۴, دوشنبه

تاجيکستان غواړي په خپله خاوره کې د هغو افغانانو له پاره کمپونه جوړ کړي چې د تاجيکستان سرحد ته نژدې سیمو کې د تاوتريخوالو د ډيریدو له کبله بيځايه کیږي.

https://p.dw.com/p/3w3fM
Paläste der Welt | Palace of Nations, Dushanbe - Tadschikistan
د تاجیکستان یوې حکومتي سرچينې ويلي دي چې په خپله خاوره کې افغان ګډوالو ته د هستوګنځایونو پر مسئله غور کوي. انځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

رويټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د تاجيکستان د حکومتي سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې دغه هیواد په دې لټه کې دی چې په خپله خاوره کې افغان کډوالو ته کمپونه جوړ کړي.

د تاجيکستان یوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي: «تاجيکستان په خپله خاوره کې افغان ګډوالو ته د هستوګنځایونو پر مسئله غور کوي.»

سرچېنې زیاته کړې: «د کډوالو له پاره د کمپونو د جوړولو موضوع له شریکانو سره هم شریکه شوې ده.» خو هغوی په ډاګه نه کړه چې شریکان څوک دي. یوې بلې امنيتي سرچينې تائيد کړه چې د کمپونو جوړولو پلانونه په اجندا کې شامل شوي دي.

طالبانو په وروستيو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د تاجيکستان له سرحد سره د پرتو ولایتونو یو شمیر ولسوالۍ نيولي دي. تازه رپوټونه وايي چې د جګړو له کبله په سلونو افغان ځواکونه اړ شوي چې د تاجيکستان خاورې ته واوړي.

واشنګتن اوس د هغو افغانانو له پاره د موقتي هستوګنځایونو د اماده کولو په لټه کې دی چې په افغانستان کې یې د دوی له ځواکونو سره کار کاوه او یا احتمالا د طالبانو له غچ اخیستونکي ګواښونو سره مخ دي.

رويټرز زیاتوي چې د یو خپور شوي رپوټ مطابق، امريکا متحده ايالاتو لخوا دې ته ورته غوښتنه شوې ده، خو دا چې دوشنبې به تر دغې غوښتنې وروسته هر افغان ته د پناه ورکولو پلان ولرې او که نه په اړه يې د تاجيکستان د بهرنيو چارو وزارت له نظر ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه تر شل کلن حضور وروسته اوس د وتلو په حال کې دي. په عين وخت کې د طالبانو چټک جنګي پرمختګونه او بیا په يوه نوي اقدام کې د تاجيکستان خاورې ته د سلونو افغان ځواکونو د اوښتلو موضوع، په افغانستان کې د وضعیت د لاخرابیدو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.