1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

بگرام ته څیرمه اته افغان ساتونکي وژل شوي

۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د ځايي افغان چارواکو په وینا د بگرام هوایي ډگر اته افغان امنیتي ساتونکي د نامعلومه وسله والو په یوه برید کې وژل شوي دي. پيښه تیره شپه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغو ساتونکو پر موټر باندې برید وسله وال برید وشو.

https://p.dw.com/p/2ezQC
AFGHANISTAN Bagram nach Explosion auf US Stützpunkt
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د قدوسي په خبره دغه پیښه د شاه کا، کلي ته څیرمه په عمومي سړک رامنځ ته شوې ده، چې له هوایي ډگر څخه شا او خوا یو کیلومتر واټن لري.

د بګرام ولسوال په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې لس امنیتي ساتونکي د برید پر مهال کار ته پر لاره وو. لا تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بګرام هوایي ډگر چې په پروان ولایت کې موقعیت لري او پکښې د افغانستان په کچه د امریکا متحدو ایالاتو ستره پوځي اډه پرته ده چې وخت ناوخته د بریدونو هدف گرځیدلی دی.

د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشتې کې د پوځي اډې دننه یوه ځانمرگي برید دوه امریکایي عسکر او دوه قرار دادیان ووژل او نور ۱۶ تنه یې ټپیان کړل.

(dpa) sr/nz