1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونان ته په زرونو نور مهاجر رسېدلي

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

د بالکان مسير تړل سوی. په آژه درياب کي د ناټو ماموريت پيل سوی. خو بيا هم په زرونو مهاجر په دې هيله چي اروپا ته به ځانونه ورسوي يونان ته رسېدلي دي. په يونان کي اوس تر نژدې ۴۲۰۰۰ مهاجر بند پاته دي.

https://p.dw.com/p/1IBSy
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge bei Idomeni
انځور: Getty Images/AFP/D. Dilkoff

له ترکيې څخه اوس هم په زرونو مهاجر يونان ته روان دي. لکه څرنگه چي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی، يوازي د چهارشنبې په ورځ د يونان لوېديځو ساحلونو ته ۳۳۴۰ مهاجر رسېدلي دي.

په يونان کي د مهاجرو وضعيت ورځ تر بلي خرابيږي. له هغه وخت راهيسي چي سلوانيا، کرويشا، سربستان او مقدونيا پرېکړه کړې ده چي يوازي به هغه مهاجر له خپلو سرحدونو تېرېدو ته اجازه ورکوي چي وېزه ولري د اروپا پر لور د بالکان هيوادونو لاري تقريباً تړل سوي دي.

يوازي له مقدونيا سره د يونان په سرحد کي ۱۳۰۰۰ انسانان اروپا ته د تېرېدو په تمه ناست دي. په مجموع کي په يونان کي ۴۲۰۰۰ انسانان بند پاته دي او په زرونو نور د بالکان هيوادونو په دننه سرحدونو کي.

تر ټولو ناوړه حالت بيا له مقدونيا سره د يونان په سرحدي سيمه ايدوميني کي دئ. د دغي سیمي د يوه کوچني کلينيک د ډاکټرانو په خبره په سونو انسانان چي ډېری ئې کوچنيان دي، د خټو او لوشو په منځ کي په لندو خيمو کي شپې او ورځي تيروي او ډېری ئې ناروغه سوي دي.

په ايدوميني سيمه کي د مهاجرو خېمې
په ايدوميني سيمه کي د مهاجرو خېمېانځور: Reuters/S. Nenov

د يونان د رسنيو په حواله له دغه کمپه نژدې ۲۵۰ مهاجر پخپله خوښه وتلي دي. ځيني کورنۍ په بسونو کي آتن ته انتقال سوي دي.

له ترکيې څخه يونان ته رسېدلي ځينو مهاجرو ويلي دي چي دوی په دې نه ول خبر چي د بالکانو هيواونو لاري تړلي دي. خو ځينو ئې بيا ويلي دي چي دوی په دې ښه خبر ول چي لاري بندي سوي دي، ولي دوی بېله دي چي ځانونه اروپا ته ونه روسوي، بله لار نه لري.