1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

بورکینا فاسو: په یوه حمله کي ۱۱ کسان وژل سوي دي

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

په بورکینا فاسو کي د جهادیانو په یوه احتمالي حمله کي حداقل ۱۱ عسکر وژل سوي دي. په دغه حمله کي تقریباً ۳۰ نور کسان زخمیان سوي هم دي، چي ۲۰ تنه یې عسکر وه.

https://p.dw.com/p/4HS4D
Doku "Burkina Faso – Die Milizen diktieren das Gesetz"
انځور: Arte France

د غربي افریقا د دغه هیواد دولتي رهبرۍ خبر ورکړی دی چي تقریباً ۵۰ ملکي کسان ورک هم دي. دغه حمله د لاریو پر یوه کاروان باندي سوې ده، کوم چي د دغه هیواد په شمال کي یې د جیبو ښار ته مالونه رسول. 

په بورکینا فاسو کي له کلونو راهیسي د جهادي ګروپونو له خوا حملې کیږي، چي تر یوه حده پوري د داعش او القاعده شبکې سره هم په ګډه کار کوي.