1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنيان بيا د مشتریانو په توګه منل کيږي؟

۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبه

د آلمان د خوراکي توکو د ويش ټولنه غواړي د رواني مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې بهرنيان بيا د مشتریانو په توګه ومني. داسي ښکاری چې ددغي لړۍ درېدل په موقتي ډول پلان شوي ول.

https://p.dw.com/p/2u9B6
Deutschland Essener Tafel Graffiti
انځور: picture alliance/AP Images/M. Meissner

د آلمان د اسن ښار د خوراکي توکو د ټولنې(اسنر تافل) مشر يورګ سارتور د آلمان خبري آژانس ته ويلي: «موږ فکر کوو چې تر دوه درو اونيو پورې يعني د رواني مياشتې تر وروستۍ نيټې پورې به د دغه کار له پاره چمتووالې ولرو.»

د اسن ښار د معلوماتو له مخې د جمعې په ورځ د دغه ښار د خوراکي توکو ويشلو (اسنر تافل) خيريه سازمانونه او ټولنې په يو ګردي ميز کي چې د اسن ښار مسولینو په يوه اعلامیه کې خپره کړي راغلي دي چې په دې هکله سره توافق ته ورسيدل، موقتي محدودیتونه به هر څومره ژر چې کیداي شي له مخې لري کړي.

د فدرال حکومت پر غیري واقع بینانه سیاست انتقاد

د جنوري مياشتې له لسمې نيټې څخه د خوراکي توکو د ویشلو ټولنې «اسنر تافل» مرستو ته د اړو کسانو له پاره د خوراکي توکو ويش کارتونو له ورکولو څخه  ډډه کړې وه. د دغه مرستندويه سازمان مسولینو ويلي چې د بهرنیو ځوانو نارینه وو شتون دلته د ډير عمر لرونکو کسانو او په يوازي توګه د ميندو د ویرې سبب کيږي. د دغه پريکړې په هکله په ټول آلمان کې تاوده بحثونه راپورته شول.

د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند د مشرتابه استازي مانويلا شوزیګ د (ولت ام زونتاګ) ورځپاڼې ته ويلي: «د خوراکي توکو د ويشلو ټولني سره دغه ډول کړنې د دې ښکارندوي کوي چې د برلین سیاستونه د ځايي اوسیدونکو له ستونزو څخه څومره لري دي. هغې وويل: «موږ نه شو کولاي چې پر هغه کسانو انتقاد وکړو چې له ۱۶ کالو راهیسې د ټولنې له بيوزله کسانو سره چې کم عاید لري مرسته کوي.» دغه ډول اقدام يوازي د فدرال په کچه د هيواد د اوسيدونکو او سياست والو تر منځ واټن زياتوي.

له دې څخه مخکې ينس شپان چې د آلمان د عامي روغتيا وزیر په توګه غوره شوي، د (اسنر تافل) په اړه چې د بهرنيانو له پاره د کارتونو د ويشلو د ځنډولو په تړاو يې دفاع  کړې وه، د آلمان رسنه يې ډلې (فونکه) ته ويلي: «ځوان نارينه د خوراکي توکو د ويشلو پر مهال دومره ډير زيات په ګستاخۍ او زور سره چلند کوي چې زاړه کسان او يا ميندې د خوراکي توکو تر لاسه کولو له پاره هيڅ چانس نه لري. زما په اند د دغه وضعيت په غبرګون کې د اقداماتو تصويب سم کار دی.»